22 ساعتونه وړاندې
لیکوال: کامران نوري
د افغانستان د وارداتو شمېرې ښيي چې د هېواد اقتصاد څومره پر خپلو نږدې ګاونډيو هېوادونو تکيه دی. ایران، پاکستان او چین د افغانستان د وارداتي توکو درې ستر شریکان پاتې شوي دي. یوازې په ۲۰۲۴ کال کې له ایران څخه نږدې میلیارده ډالره واردات شوي، پداسې حال کې چې له چین او پاکستان څخه د هر یوه واردات له ۱.۵ میلیارده ډالرو څخه اوښتي دي. دا لړۍ نه یوازې سیمه ییزې اقتصادي اړیکې څرګندوي، بلکې دا هم ښيي چی افغانستان د خوراکي توکو، تېلو، ماشینونو او درملو په ګډون د اړینو توکو لپاره څومره پر نورو هېوادونو يو متکي هيواد ګڼل کېږي.
سربېره پردې، د متحده عربي اماراتو او روسیې په څېر هېوادونو د وارداتو شمير هم مخ په زیاتېدو دی. خو دا لويه وارداتي تکیه اقتصادي ستونزې هم زېږوي. په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان شاوخوا د ۱۰.۶ میلیارده ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي، پداسې حال کې چې صادرات یې یوازې نږدې ۱.۸ میلیارده ډالرو ته رسېږي، چې نږدې ۹ میلیارده ډالره تجارتي کسر جوړوي. دا په دی معنی چی د بهرنیو توکو په پېرلو سره له هيواده په ډيره کچه پيسې بهرنيو هېوادونو ته ليږدول کېږي، چې دا کړنه پر اقتصاد فشار زیاتوي او د کورني تولید او صنعتي ودې فرصتونه محدودوي. سره له دې چی نړیوالو بازارونو ته لاسرسی د يو هيواد لپاره مهم او کليدي رول لري، خو د اوږدمهاله ثبات لپاره اړینه ده چی افغانستان خپل کورني تولیدات او صادرات زیات کړي، څو له بهرنیو وارداتو لږ څه خلاص شي او خپل اقتصادي برخلیک په خپله وټاکي.
نوټ: دا ګرافيکي ويډيو د افغانستان د تيرو اوو کلونو واردات په نښه کوي.
22 ساعتونه وړاندې
26 May,25