لید، ماموریت او ارزښتونه

لید، ماموریت او ارزښتونه

زموږ لیدلوری

د افغانستان د اقتصادي څېړنې، پالیسۍ نوښت، او ظرفیت جوړونې مخکښ علمي مرکز کېدل چې د هیواد د دوامداره او ټولشموله اقتصادي پرمختګ مشري وکړي.

زموږ ماموریت

  • د ملي اقتصادي پریکړو لپاره دقیقې او بااعتباره علمي څېړنې وړاندې کول.

  • د دولت، خصوصي سکتور، اکادمیکو بنسټونو او مدني ټولنې تر منځ د پالیسي پر بنسټ شفاف بحث ته زمینه برابرول

  • د علمي روزنې، مهارتونو لوړونې او علمي تبادلو له لارې انساني ظرفیت پراخول

  • د زابلي د میراث پر بنسټ د مالي او صنعتي نوښتونو هڅونه

  • د افغانستان د اوږدمهاله اقتصادي خپلواکۍ او ثبات ته پراخه ونډه ورکول

زموږ اصلي ارزښتونه

  • صداقت

    رښتینولي، شفافیت او حساب ورکوونه زموږ د کار بنسټ جوړوي.

  • کیفیت

    علمي او مسلکي معیارونو ته ژمنتیا

  • نوښت

    د افغان ځانګړو اقتصادي شرایطو ته نوې حل لارې موندل

  • هیوادنۍ ژمنتیا

    د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او خپلواکۍ لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې

  • همکاري

    ملي او نړیوالې همکارۍ ته ارزښت ورکول.

  • پر ځوانانو پانګونه

    د راتلونکي نسل روزنه زموږ ستر لومړیتوب دی.