د مجید زابلي د اقتصادي څېړنو او پالیسۍ تحلیل مرکز د افغانستان د یو لوی اقتصادي مفکر، عبدالـمجید زابلي د میراث په درناوي جوړ شوی دی. مجید زابلي د افغانستان د لومړي ملي بانک (بانک ملي افغان) بنسټ ایښودونکی او د هېواد د صنعتي پرمختګ یو مخکښ شخصیت و چې خپل ټول ژوند یې د هېواد اقتصادي خپلواکۍ، تنوع او پراختیا ته وقف کړی و.
زابلي د بانکدارۍ، صنعت، سوداګرۍ پالیسۍ او عامه ادارې په برخو کې د مهمو ل برخو او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ بنسټ کیښود. نن ورځ دا مرکز د همدې تاریخي میراث پر بنسټ د معیاري څېړنو، د پالیسيو اړوند بحثونو او ظرفیت لوړونې له لارې د افغانستان د اقتصادي ستونزو حل لارې لټوي.
د زابلي مرکز پر دې باور ولاړ دی چې پوهنه، علمي څېړنه او شفافه پالیسي جوړونه د ملي پرمختګ مهم بنسټونه دي. موږ هڅه کوو چې د عبدالـمجید زابلي د اقتصادي خپلواکۍ، نوښت او انساني پانګې روزنې دغه ژوندی میراث ژوندی وساتو.