د آسیا زړه کنفرانس – د سیمې د زړه د رغېدو لپاره یوه تګلاره
د آسیا زړه کنفرانس د آسیا زړه بهیر – استانبول یوه برخه ده، چې موخه یې د یوه خوندي افغانستان لپاره سیمه ییز امنیت او همکاري ده. دغه بهیر د افغانستان او ترکیې له خوا د ۲۰۱۱ کال په نومبر میاشت کې د ترکیې په استانبول ښار کې په ګډه پیل شو، څو د آسیا زړه په سیمه کې موقعیت لرونکي او یا ورسره ګاونډي هېوادونه وهڅوي چې د افغانستان د ثبات او هوساینې لپاره مثبت رول ولوبوي. دغه بهیر د دې لپاره طرحه شوی و چې د سیمې هېوادونو ته د خبرو اترو، د ګډو ننګونو د څېړلو او د سیمه ییزو ستونزو د حل لارو د موندلو لپاره یو ګډ فورم رامنځته کړي. په دې بهیر کې افغانستان، چین، روسیه، ایران، پاکستان او هند په ګډون ټولټال څوارلس هېوادونه شامل دي. د دې بهیر له پیل راهیسې څلور کنفرانسونه د ۲۰۱۲ کال په جون، د ۲۰۱۳ کال په اپرېل، د ۲۰۱۴ کال په اکتوبر او د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر میاشتو کې په ترتیب سره په کابل، الماتا، بیجینګ او اسلامآباد کې ترسره شوي دي.
د استانبول بهیر د رامنځته کېدو تر شا درې اساسي دلایل موجود وو. لومړی، له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتل او له ۲۰۱۴ کال وروسته د نړیوالې ټولنې د ښکېلتیا او مرستو کمېدل د افغانستان د راتلونکې په اړه جدي پوښتنې راپورته کولې. له همدې امله، اړتیا وه چې افغانستان د سیمې له اقتصاد سره مدغم او له خپلو ګاونډیانو او سیمه ییزو قدرتونو سره یې اړیکې پیاوړې شي. دوهم، دغه بهیر افغانستان ته دا زمینه برابره کړه چې په یوه داسې سیمه ییزه پروسه کې مخکښ رول ولري چې پکې خپله د خپلو لومړیتوبونو او اجنډا د ټاکلو واک ولري. درېیم، هغه ستونزې چې افغانستان ورسره مخ دی، یوازې افغانستان پورې محدودې نه دي؛ بلکې پر نورو سیمه ییزو هېوادونو هم اغېز لري او له همدې امله د حل لپاره یې سیمه ییزې همکارۍ ته اړتیا شته.
د فعالیت او لاسته راوړنو له پلوه، دغه بهیر تر ډېره بریده ورو پر مخ تللی او هغه اغېز او نفوذ یې نه دی ښودلی چې تمه ترې کېده. د دې یو لامل د حامد کرزي د حکومت مبهمه بهرنۍ تګلاره او په لوړه سیاسي کچه کې د دغه بهیر د پیاوړتیا لپاره د سیاسي ارادې نشتوالی و. همدارنګه، د ولسمشرۍ ټاکنو او له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان وضعیت د ګډونوالو هېوادونو ترمنځ د دغه بهیر د راتلونکي په اړه بې باوري او شکونه زیات کړل. له بلې خوا، د سیمې جیوپولیتیک وضعیت خورا پېچلی دی او ځینې مهم ګډونوال هېوادونه له یو بل سره متضادې اجنډاوې لري، چې دې چارې هم د بهیر پرمختګ ورو کړی دی. د بېلګې په توګه، پاکستان د هند له ګډون څخه خوښ نه و، په داسې حال کې چې چین، ایران او روسیې دغه بهیر په سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو د نفوذ او برلاسۍ د پراخولو یوه وسیله ګڼله.
سره له دې چې دغه بهیر ورو روان و، خو له خپل پیل راهیسې یې ځینې مهمې لاسته راوړنې هم لرلې دي. دا تر اوسه یوازینی سیمه ییز فورم دی چې مشري یې افغانستان کوي او پکې د خپلې سیمه ییزې اجنډا د ټاکلو واک لري. دغه بهیر هغو هېوادونو ته هم د تعامل او اړیکو د پراخولو فرصت برابر کړی چې پخوا یې له یو بل سره مستقیمې اړیکې ستونزمنې وې. دغه بهیر د سیمې د هېوادونو پام ځانته اړولی دی؛ چې د ۲۰۱۴ کال کنفرانس د کوربتوب لپاره د چین چمتووالی او د غړو هېوادونو له خوا په لوړو رسمي کچو کې ګډون یې څرګند مثالونه دي. د باور جوړونې اقدامات هم د دې بهیر په چوکاټ کې رامنځته شوي، چې پکې د طبیعي پېښو مدیریت، له ترهګرۍ سره مبارزه، له مخدره موادو سره مبارزه، سوداګري، پانګونه، سیمه ییزې زېربناوې او زده کړې شاملې دي. دغو اقداماتو د هېوادونو ترمنځ د باور فضا پیاوړې کړې او په تخنیکي کچه یې د خلکو ترمنځ د اړیکو او تبادلو زمینه برابره کړې ده.
په اسلامآباد کې وروستی کنفرانس په داسې حساس او مهم وخت کې ترسره شو چې افغانستان له سیاسي، امنیتي او اقتصادي پړاو څخه تېرېده. د افغانستان او پاکستان اړیکې تر هغه وروسته ډېرې ترینګلې شوې چې له طالبانو سره د سولې هغه خبرې اترې، چې پاکستان یې منځګړیتوب کاوه، د دې خبر له خپرېدو وروسته له خنډ سره مخ شوې چې ملا محمد عمر دوه کاله وړاندې په پاکستان کې مړ شوی و. له دې پېښې وروسته، په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې پرله پسې خونړي بریدونه وشول او افغان حکومت پاکستان تورن کړ چې د ناامنۍ او ترهګرو ډلو ته د خوندي پناه ځایونو په برابرولو کې لاس لري. له همدې امله، افغان حکومت په لومړیو کې د کنفرانس په غونډه کې د ګډون په اړه زړه نا زړه و، خو وروسته د افغانستان ولسمشر په دې دلیل د ګډون پرېکړه وکړه چې دغه کنفرانس یې د افغانستان لپاره مهم وباله.
د افغانستان ولسمشر ته په پاکستان کې له تمې زیات تود هرکلی وویل شو او نوموړي د پاکستان له لومړي وزیر او د پوځ له لوی درستیز سره وکتل. ولسمشر په خپله وینا کې د پاکستان له هغه رول څخه مننه وکړه چې د کلونو لپاره یې د افغان کډوالو کوربهتوب کړی دی. خو نوموړي په څرګندو ټکو د تحریک طالبان پاکستان (TTP) له لوري ترسره شوې خونړۍ کړنې او د پاکستان له پوځي عملیاتو وروسته افغانستان ته د ترهګرو د لېږدېدو موضوع یاده کړه. هغه زیاته کړه چې افغانستان د ټولې سیمې په استازیتوب له ترهګرۍ سره جګړه کوي او د سیمه ییز امنیت د ټینګښت لپاره یې د همغږو او ګډو هڅو غوښتنه وکړه. ولسمشر همدارنګه د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف له خوا د افغانستان د ملي حاکمیت په اړه د مثبت دریځ په ځواب کې له پاکستان سره د هراړخیزو خبرو اترو د بیا پیل کېدو خوا ته اشاره وکړه. د سیمه ییزې همکارۍ او اقتصادي پرمختګ په برخه کې د افغانستان د رول په اړه نوموړي په ۲۰۱۵ کال کې د سترو سیمه ییزو پروژو پرمختګونه یاد کړل، چې پکې د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند (TAPI) د ګازو نللیکه، د چابهار بندر پروژه، د ترکمنستان د اورګاډي پټلۍ، د برېښنا د لېږد لینونه او اقتصادي زونونه شامل وو.
د کنفرانس دوهم مهم اړخ د هند د بهرنیو چارو د وزیرې سوشما سوراج ګډون و. په دې وروستیو کې د هند او پاکستان اړیکې د کنټرول کرښې، کشمیر او د دوه اړخیزو همکاریو د میکانیزمونو په اړه د اختلافاتو له امله ترینګلې شوې وې. دغه کنفرانس دواړو هېوادونو ته د خبرو اترو او د شته تاوتریخوالي د کمولو لپاره یو مناسب فرصت برابر کړ. سوشما سوراج د نواز شریف او د هغه د سلاکار سرتاج عزیز سره په دوه اړخیزه ناسته کې موافقه وکړه چې د پاکستان د وړاندیز شوې اجنډا له مخې به خبرې اترې پر مخ وړل کېږي؛ هغه اجنډا چې هند تر دې وړاندې ورسره موافق نه و. هغې دا مهم اعلان هم وکړ چې د هند لومړی وزیر به په ۲۰۱۶ کال کې پاکستان ته سفر وکړي.
د افغانستان په اړه، سوشما سوراج له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاوو د پیاوړتیا په برخه کې د هند پر کلکې ژمنتیا ټینګار وکړ. هغې څرګنده کړه چې د هند حکومت لېوالتیا لري چې د افغانستان-پاکستان د ترانزیټي سوداګرۍ له تړون (APTTA) سره یوځای شي او په رسمي توګه یې خپله لېوالتیا څرګنده کړې، څو د هند بازارونه له افغانستان سره مستقیم سوداګریز ارتباط ومومي. د یادونې وړ ده چې اوس مهال د افغانستان صادرات کولای شي د پاکستان له لارې هند ته ورسېږي، خو د هند صادرات د همدې لارې افغانستان ته د لېږد اجازه نه لري. هغې همدارنګه د ایران په جنوب ختیځ کې د چابهار بندر د جوړولو د پروژې پرمختګ ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دغه بندر به په سیمه کې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره مهم رول ولوبوي.
د آسیا زړه پنځم کنفرانس د سیمې د مهمو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو او د سیاسي یخنۍ د ماتېدو لپاره یو ارزښتناک فرصت و. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو هغه بهیر چې په وروستیو کې له خنډ سره مخ شوی و، اوس داسې ښکاري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بریالیو خبرو اترو له امله به بېرته پیل شي. دغه کنفرانس افغانستان ته دا فرصت هم ورکړ چې د سیمه ییزې همکارۍ او اقتصادي پرمختګ په برخه کې خپلې ژمنې او خپل رول یو ځل بیا څرګند کړي. وروسته له هغې چې افغانستان د «افغانستان لپاره د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ کنفرانس (RECCA) او د لوړپوړو چارواکو غونډه په بریالیتوب سره ترسره کړه، د آسیا زړه کنفرانس د اوسني حکومت له لوري د سیمه ییز اقتصادي ادغام او همکاریو پر لور یو بل مهم او مثبت ګام بلل کېږي.