د امریکا او ایران مخامخ کېدل د افغانستان لپاره څه معنا لري

جون 25, 2019 - 00:00
جولای 18, 2026 - 10:23
 0  7
د امریکا او ایران مخامخ کېدل د افغانستان لپاره څه معنا لري

د ایران او امریکا ترمنځ سیاسي کړکېچ هغه مهال یو بل پړاو ته ورسېد چې ایران د جون پر ۲۰مه د امریکا یوه بېپېلوټه الوتکه وویشتله، له دې سملاسي وروسته واشنګټن پر دغه هېواد د عمان خلیج ته څېرمه پر تېلو وړونکو بېړیو د برید تور پورې کړ. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروسته ادعا وکړه چې پر ایران یې د غچ اخیستنې د برید امر کړی و، خو له احتمالي مرګژوبلې څخه له خبرېدو وروسته له خپلې پرېکړې تېر شو. خو ټرمپ په راتلونکي کې د یرغلګر غبرګون امکان رد نه کړ او پرون امریکا پر ایران د نویو بندیزونو یوه بله څپه هم ولګوله. د دغو دوو هېوادونو ترمنځ هر ډول مخامخ کېدل چې د هرمز تنګي له لارې پر تګ راتګ اغېز وکړي، د افغانستان، سیمې او ټولې نړۍ لپاره به د پام وړ پایلې ولري.

هرمز تنګی چې د عمان او ایران ترمنځ ۲۴ کیلو متره پراخه د اوبو لاره ده، نه یوازې د فارس خلیج څنډو هېوادونو، بلکې له سیمې بهر هېوادونو لپاره هم یوه مهمه سټراټېژیکه لاره ده. د نړۍ شاوخوا ۴۰ سلنه سوداګریز تېل له دې لارې تېرېږي. د فارس خلیج څنډو ته څېرمه د تېلو لوی تولیدوونکي هېوادونه لکه قطر، کویټ، ایران او بحرین خپل ټول د تېلو صادرات د هرمز له تنګي څخه لیږدوي، په داسې حال کې چې د سعودي عربستان ۹۰ سلنه د تېلو صادرات هم له همدې تنګي څخه تېرېږي. له همدې امله دغه لاره په نړۍ کې یو له تر ټولو مهمو نقطو څخه ګڼل کیږي.

د امریکا او ایران ترینګلې اړیکې، د مخامخ کېدو مخ پر زیاتېدو احتمال او پر ایران د دوامداره ډېرېدونکي فشار د افغانستان لپاره په ځانګړې توګه د پام وړ پایلې لري. دغه په وچه کې راګېر هېواد له تاریخي پلوه د نړیوالو کنوانسیونونو او دوه اړخیزو هوکړو په رڼا کې پر پاکستان د ترانزیټي لارې په توګه تکیه کړې ده. خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو د بېثباتۍ له امله د ترانزیټي سوداګرۍ اړیکې تل ناکراره پاتې شوې دي.

په وروستیو کلونو کې، د افغانستان ترانزیټي سوداګري د یوې بدیلې لارې په توګه د ایران بندر عباس ښار ته اوښتې ده. اټکلونه ښيي چې د افغانستان د ترانزیټي سوداګرۍ هغه برخه چې له پاکستان څخه ترسره کېده او په ۲۰۰۸-۰۹ کال کې ۶۰ سلنه وه، په ۲۰۱۶ کال کې ۳۰ سلنې ته راټیټه شوې ده، په داسې حال کې چې په همدې موده کې له ایران څخه د افغانستان د سوداګرۍ کچه له نږدې ۲۰ سلنې څخه ۴۰ سلنې ته لوړه شوې ده. افغانستان ان په یوه بېسارې ګام کې هڅه کوي څو له ایران څخه د توکو د لېږد لپاره خپله د بېړۍ چلولو کرښه جوړه کړي. که څه هم افغانستان ته د امریکا له لوري پر ایران د لګول شویو نویو بندیزونو په ترڅ کې له ایرانه د تېلو پېرلو لپاره معافیت ورکړل شوی، خو د دغه هېواد د ترانزیټي سوداګرۍ بنسټیزې هلې ځلې له سخت ګواښ سره مخامخ دي، ځکه که حالات لا خراب شي هېڅ ډول معافیت مرسته نه شي کولای.

د راتلونکي پرمختیايي پلانونه هم له ګواښ سره مخ دي. دوه سیال بندرونه، په پاکستان کې ګوادر چې د چین له خوا جوړیږي او چابهار چې د هند او ایران له خوا په ګډه رغول کېږي، د هرمز تنګي ته ډېر نږدې موقعیت لري. په داسې حال کې چې چابهار د هند لپاره افغانستان او مرکزي اسیا ته د رسېدو دروازه ده، دا به په بشپړ ډول فعالېدو سره افغانستان ته د یوه شریک په توګه د ترانزیټ لاره او ځانګړې ترانزیټي او سوداګریزې ګټې هم برابرې کړي. خو د پروژې له پیل راهیسې پر دغه بندر پرمختګ د امریکا او ایران ترمنځ د ترینګلتیا له امله سخت اغېزمن شوی دی. په ورته مهال، د بندیزونو له پایلې څخه دوامداره اقتصادي سقوط ایران د دې بندر د پلان شوې پراختیا لپاره د ونډې اخیستو له وړتیا څخه بې برخې کړی دی. له همدې امله، هر ډول احتمالي مخامخ کېدل به په چابهار کې پرمختګ لا زیانمن کړي.

افغانستان اړتیا لري چې له دغه بنسټیز حالت څخه یو مهم درس زده کړي. ترانزیټي سوداګرۍ کې د ایران بندر عباس ته اوښتون د پاکستاني چارواکو له لوري کمزورو اسانتیاوو، له حده زیات امنیتي تدابیر، د ګواښونو د مدیریت ناکاره سیستم او لوړو فیسونو پایله وه. دا بهیر په ۲۰۱۵ کال کې د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو له ښه کېدو وروسته نور هم چټک شو. په ورته مهال، د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سیمه ییزو ترانسپورتي دهلېزونو پروژې په میراث یووړې، چې له ډلې یې چابهار او لاجورد لارې دي. که څه هم د دواړو پروژو بشپړ عملي کېدو ته اوږده لار پاتې ده، خو افغان ولسمشر د سوداګرۍ دا اوښتنه د یوې سترې لاسته راوړنې په توګه وړاندې کوي او د خپل پاپولیستي اجنډا د یوې برخې په توګه دا وړاندې کوي چې افغانستان نور د ترانزیټ لپاره پر پاکستان متکي نه دی.

خو د کړکېچونو وروستی اوج ښيي چې د افغانستان د ترانزیټي سوداګرۍ لپاره پر ایران له حده په زیات تکیه کول هم له خطره ډک دي. پر ځای یې، اوس وخت دی چې یو ځل بیا د کابل او اسلاماباد ترمنځ ستونزو ته د رسېدو هڅه وشي. د افغانستان او پاکستان ترانزیټي سوداګرۍ تړون (APTTA) په ۲۰۱۰ کال کې لاسلیک شو او ټاکل شوې وه چې د اړتیا په صورت کې او د دواړو لوریو په هوکړه په پنځو کلونو کې بیا کتنه پرې وشي. په دغه تړون کې مهم بندونه ناعادلانه او سخت وو چې د افغانستان لپاره یې ترانزیټي سوداګري له ستونزو سره مخ کړه. اړینه ده چې د APTTA پر سر بیا خبرې اترې وشي او د افغانستان لپاره د اسانه سوداګرۍ او ترانزیټ لاره تضمین شي، څو له ایران څخه پر ترانزیټي سوداګرۍ احتمالي ټکانونه راکم شي.

د هرمز تنګي سیاسي او اقتصادي ارزښت او له واشنګټن څخه د راوتونکو پیغامونو ته په کتو سره، یوه اوږده او سخته شخړه په نږدې راتلونکي کې په ډېر احتمال سره تر سترګو کېږي. او کېدای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ حالات لا پسې خراب شي. د هرمز تنګي له لارې د بېړۍ چلولو هر ډول خنډ او د امریکا او ایران د کړکېچ لا ډېرېدل به یقیناً د افغانستان، سیمې او ټولې نړۍ پر ګټو اغېز وکړي.

Shoaib Rahim Economist | Data Analyst | Data Story Teller | Evidence- Based Evaluation