x
ډېر پلټل شوي
Economics
Publications
Afghanistan
Growth
Plan
ګډون وکړئ
پیغام ولیږئ
+93 78 733 3444
[email protected]
پښتو
دری
English
کورپاڼه
زموږ په اړه
زموږ کیسه
لید، ماموریت او ارزښتونه
مشورتي بورډ
موضوعي برخې
خپرونې
د پالیسۍ لنډیزونه
مقالې
مهالنۍ
اونیز خبرلیک
میاشتني اقتصادي بهیرونه
درې میاشتنۍ اقتصادي مجله
کلنۍ اقتصادي بیاکتنه
تبصره
نظریاتي سرمقالې
زابلي په رسنیو کې
زموږ لیکوالان
د پوهې مرکز
کتابتون
آرشیف
د مجید زابلي په اړه
پښتو
دری
English
پښتو
دری
English
اړیکه ونیسئ
00 93 78 733 3444
[email protected]
07
Aug
منموهن سنګ څوک و او د هغه له کړنو او لاسته راوړنو مونږ افغانان څه زده کړه کولى شو؟
لیکوال:
شعیب رحیم
منموهن سينگ یو تکړه هندى اقتصاد پوه، او سياستوال و، چى په کال 1932 ميلادي کى د پنجاب په چکوال يا (اوسني پاکستان) کې زيږيدلى و. هغه په کال 1991 ميلادي کى د هند د ماليى وزير او وروسته په 2004 ميلادي کال کى د هند د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې.
ډاکټر سنګ د خپل علم په مرسته په هند کى يو ستر اقتصادي انقلاب راوست چى د خپل اقتصادي علم په واسطه يې هند له يو لوى اقتصادي ناورين څخه وژغوره.
په 1991 ميلادي کال کى، کله چى سنګ تازه د ماليې وزير وټاکل شو، هند د يو سخت اقتصادي ناورين شاهد وو، هغه مهال د هند د بهرنیو اسعارو زيرمه دومره کمه وه چى يوازې د دوو اونيو د وارداتو لپاره يى هم بسنه نه کوله.
په همدې کړکېچن حالت کې ډاکټر سنګ د نوى کلنۍ بودیجې په وړاندې کولو سره د نوو اقتصادي پاليسيو پر مټ د هند اقتصاد ته نوى ساه ورکړه، د هغه د نويو پاليسيو په عملي کولو سره په هند کى يو اقتصادي بدلون راغى چى په دى سره يى هند د نړۍ د سترو اقتصادونو په قطار کى راوست.
ډاکټر سنګ د خپلى پوهى پر بنسټ د اقتصادي ناورين له مينځه وړلو لپاره د کاروبارونو د جواز ختمولو، د بهرنيو مستقيمو پانګونو جلبولو، د سوداګرۍ د محدوديتونو لرې کولو او څو ورته نورو پاليسيو په عملي کولو سره د هند اقتصادي اړخ په مکمله توګه بدل کړ.
اوس افغانستان څه کولى شي تر څو د هند په څير، له شته اقتصادي ستونزو څخه ځان وژغوري؟
افغانستان کولی شي د شته اقتصادي ستونزو څخه د خلاصون لپاره له خپلو طبيعي زيرمو لکه د معدني زيرمو او زراعتي محصولاتو څخه په اغيزمنه توګه ګټه پورته کړي. او سربېره پر دى، بهرني پانګوال وهڅوي تر څو په افغانستان کې پانګونه وکړي، او په کور دننه د کورني محصولاتو د ډيرولو لپاره اساسي پلانونه په کار واچول شي، له بهرنیو پرمختللو هيوادونو سره د زراعتي محصولاتو اړوند ټکنالوژيو په واردولو سره هوکړه ليکونه لاسلیک شي، او ددى تر څنګ بهرني او کورني پانګوال د پروسس کولو نوو کارخونو جوړولو ته وهڅوي، چى دا به د هيواد ډيرى وګړو ته د کار زمينه برابره کړي، او د صادراتو لپاره له بهرنيو هيوادونو سره د صادراتو تعارفو په کمولو او يا معافولو توافق وشي، چى په پاى کى به د هيواد د صادراتو کچه په بى سارى توګه لوړه شي.
بېلابېلې څانګې
خبرونه
اقتصاد
سیاست
وروستي مطالب
09 Aug,25
افغانستان کى د زعفرانو حاصلاتو د زياتوالي لاملونه څه دي او څنګه افغانستان له دى حاصلاتو په ښه توګه ګټه اخيستى شي.
07 Aug,25
د موکیش امباني د بریالیتوب، نوښت او زړورتيا خورا په زړه پورې کیسه
07 Aug,25
منموهن سنګ څوک و او د هغه له کړنو او لاسته راوړنو مونږ افغانان څه زده کړه کولى شو؟
07 Aug,25
د افغانستان اقتصادي فرصتونه او ننګونې؛ د پاکې انرژۍ او کانونو په سکټور کې پانګونه او د پاليسيو اړتیا