په نننۍ ډیجیټلي نړۍ کې، د انسانانو توجه د زرو او تېلو حتا د بيټکواين کرنسۍ په څېر یوه ارزښتناکه کرنسي ګرځېدلې ده. زموږ وخت او پاملرنه د هغو ډیجیټلي پلیټفارمونو او کمپنیو لپاره خورا مهم ارزښت لري چې غواړي زموږ پام ځان ته راواړوي. د دې اقتصاد بنسټ په دې نظریې ولاړ دی چې انسانان یوازې د محدود وخت او توجه درلودونکي دي، او هغه څوک چې د دې توجه جذبولو وړتیا ولري، هغوى پر ياد توجهى اقتصاد برلاسي دي. د امریکایي څېړونکی هایبرټ سایمن په وينا، "له حده ډير معلومات د انساني پاملرنې او توجه د کمښت سبب کېږي." په همدې ډول، د ډیجیټلي نړۍ د معلوماتو زیاتوالي زموږ پاملرنه یوه محدوده او ارزښتناکه سرچینه ګرځولې ده، چې د اقتصاد د نویو قواعدو پر بنسټ اداره کېږي.
ټولنیزې رسنۍ لکه فیسبوک، ټویټر، انسټاګرام، او يوټيوب د پرمختللو الګوریتمونو له لارې زموږ د توجه جلبولو لپاره ډېرې هڅى کوي تر څو د همدى پلټفارمونو په واسطه په پوره ډول پر مونږ حاکم اوسي. دا الګوریتمونه زموږ د آنلاین او آفلاین فعالیتونو څارنه کوي او زموږ د ذوق له مخى مونږ ته مناسب معلومات وړاندې کوي، مثلاً، که تاسې د یو مشهور سياستوال مینه وال اوسئ، نو ستاسو ټایم لاین به د سياستوال اړوند د ستاینو ویډیوګانې او پوسټونه ښیي. او برعکس که تاسو د هغه مخالف یاست، بیا به تاسو ته د هغه مخالف مواد وړاندې کېږي. دا پلیټفارمونه یوازې زموږ پام ځان ته نه اړوي، بلکې زموږ د فکر، چلند، او د واقعیت احساس هم اغېزمنوي. په دې توګه دوی زمونږ همدغه توجه او پاملرنه په سوداګرۍ بدلوي، چې په پایله کې دا پلیټفارمونه له مونږ کاروونکو څخه په ميلياردونو پيسى راټولوي، په همدى پار د برتانيوي (سټارټ اپ مګزين) د معلوماتو لمخې ددى اټکل شوى چى په 2025 کال کى به د ټولنیزو رسنيو د سوداگريزو اعلاناتو له لارى عايد ۴۰۰ ميليارده ډالرو ته ورسيږي.
مونږ ته د پاملرنې د اقتصاد له سترو ننګونو څخه يوه ننګونه دا ده چې زموږ د پاملرنې او ارزونې وړتیا کمزوروي. د انټرنیټ د بې شمېره معلوماتو په موجودیت کې یوازې هغه مواد ډير ارزښت لرونکي دي چې زموږ پام ځان ته اړوي، پرته له دې چې دا مواد ګټور دي که نه!
دې حالت د ژورې پوهې پر ځای سطحي بوختیا ته وده ورکړي، او ګټور مواد يې د غير ګټورو موادو تر سیوري لاندې راوستى. په همدى ترتيب، د معلوماتو ارزښت په حقیقي معیارونو نه، بلکې په دې ټاکل کېږي چى د انسانانو د لازياتى توجه سبب ګڼل کیږي.
دغه بدلونونه نه یوازې زموږ انفرادي ژوند اغېزمنوي، بلکې د ټولنې جوړښت هم بدلوي. بلخوا هغه کسان چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېر فعال وي، په سیاست، اقتصاد، شهرت موندلو او نورو مختلفو برخو کې د زياتى توجه ترلاسه کولو سبب ګرځي. په ورته وخت کې، زموږ شخصي ژوند په داسى يو دام کى راګير دى چى مونږ ته د سوشل ميډيا هر څه حقيقت ښکاري، حال دا چې حقیقت بل څه دى. دا وضعیت موږ ته دا درس راکوي چې د دې پلیټفارمونو د اغېزو پر وړاندې باید خپله توجه په ښه توګه مدیریت کړو.
مخکې له دى چى ډيره ناوخته شي راځئ چې خپله پاملرنه د ګټورو معنا لرونکو، او مثبتو فعالیتونو پر لور واړوو. موږ باید له دې "الګورتمی زندانونو" ځان وژغورو او خپل پام د ژوند هغه اړخونو ته وکړو چې زموږ شخصي وده او ټولنیز پرمختګ تضمینوي. د پاملرنې اقتصاد موږ ته دا راښيي چې زموږ پاملرنه هغه ارزښتناکه شتمني ده چې باید په هوښیارۍ وکارول شي. یوازې په دې توګه کولی شو په ریښتیني ډول د دې ډیجیټلي نړۍ له منفي اغېزو ځان خلاص کړو او خپل ژوند په ګټوره توګه پر مخ بوځو.