x

ډېر پلټل شوي

  • Economics
  • Publications
  • Afghanistan
  • Growth
  • Plan

ګډون وکړئ

  • +93 78 733 3444
  • [email protected]
  • پښتو
  • دری
  • English
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • زموږ کیسه
    • لید، ماموریت او ارزښتونه
    • مشورتي بورډ
    • موضوعي برخې
  • خپرونې
    • د پالیسۍ لنډیزونه
    • مقالې
    • مهالنۍ
      • اونیز خبرلیک
      • میاشتني اقتصادي بهیرونه
      • درې میاشتنۍ اقتصادي مجله
      • کلنۍ اقتصادي بیاکتنه
  • تبصره
    • نظریاتي سرمقالې
    • زابلي په رسنیو کې
    • زموږ لیکوالان
  • د پوهې مرکز
    • کتابتون
    • آرشیف
  • د مجید زابلي په اړه
  • پښتو
  • دری
  • English
  • پښتو
  • دری
  • English

اړیکه ونیسئ

  • 00 93 78 733 3444
  • [email protected]

09 Aug

افغانستان کى د زعفرانو حاصلاتو د زياتوالي لاملونه څه دي او څنګه افغانستان له دى حاصلاتو په ښه توګه ګټه اخيستى شي.

لیکوال: کامران نوري

افغانستان کى د زعفرانو حاصلاتو د زياتوالي لاملونه څه دي او څنګه افغانستان له دى حاصلاتو په ښه توګه ګټه اخيستى شي.
په افغانستان کې د زعفرانو د تولید په برخه کې د پام وړ زياتوالى راغلى دى. د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، سږکال د زعفرانو حاصلات د تېر کال په پرتله زیات شوي چې لامل يي د بارانونو زیاتوالی، د کرنې نوې کړنلارې، او کروندګرو ته د زعفرانو د نویو بوټو وېش د دې پرمختګ عمده عوامل بلل کېږي. د دې پرمختګ اصلي محور هرات ولایت دی چې د هېواد د ۹۰ سلنه زعفرانو تولید مسؤلیت لري.
د زعفرانو حاصلات نه یوازې د کروندګرو لپاره اقتصادي ګټه لري، بلکې د نړیوالو بازارونو لپاره د افغانستان یو مهم صادراتي محصول هم ګڼل کېږي. سربېره پردى، ځينى ننګونې شتون لري لکه نړیوال بازار ته په کمه کچه لاسرسى، د ټرانسپورټي خدماتو کمښت، او د نړیوالو ملاتړ کوونکو شرکتونو د کمرنګه ونډې له امله، لا هم کروندګر له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د دې ننګونو د حل لپاره د هېواد اوسني حاکمانو ته دا اړینه ده چې د زعفرانو د صنعت په برخه کې اوږدمهاله پلانونو باندى کار وکړي.
د زعفرانو د تولید، پروسس، او نړیوالو بازارونو ته د صادراتو لپاره د یو منظم او ملي پلان جوړونه اړینه ده. د دې ترڅنګ، د زعفرانو لپاره د برانډ جوړونې، د نړیوالو کیفیت معیارونو پوره کولو، او د بهرنیو پانګوالو جلب لپاره مشخصې تګلارې لازمى ګڼل کېږي.
د افغانستان د زعفرانو صنعت په نړیوالو بازارونو کې د ځانګړي شهرت درلودونکی دی، که په دې برخه کې نړيوال ملاتړ ترلاسه شي، دا صنعت کولی شي د هېواد اقتصاد په رغولو کې رغنده رول ولوبوي، او ددى لپاره تر ټولو اړینه دا ده چې د تخمونو او وسایلو په برخه کې ملاتړ ته دوام ورکړل شي، نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي لپاره د ټرانسپورټي اسانتیاوو برابرولو ته پام وشي، او د زعفرانو د پروسس او بسته بندۍ لپاره معیاري کارخونې جوړى شي.

بېلابېلې څانګې

  • خبرونه
  • اقتصاد
  • سیاست

وروستي مطالب

09 Aug,25

افغانستان کى د زعفرانو حاصلاتو د زياتوالي لاملونه څه دي او څنګه افغانستان له دى حاصلاتو په ښه توګه ګټه اخيستى شي.

07 Aug,25

د موکیش امباني د بریالیتوب، نوښت او زړورتيا خورا په زړه پورې کیسه

07 Aug,25

منموهن سنګ څوک و او د هغه له کړنو او لاسته راوړنو مونږ افغانان څه زده کړه کولى شو؟

07 Aug,25

د افغانستان اقتصادي فرصتونه او ننګونې؛ د پاکې انرژۍ او کانونو په سکټور کې پانګونه او د پاليسيو اړتیا
  • + 93 78 733 3444
  • [email protected]

د زابلي سنټر په اړه

زابلي سنټر، چې په افغانستان کې لومړنی اقتصادي څېړنیز مرکز دی، په هېواد کې اقتصادي مسایل او دوامداره پراختیا څیړي. دغه مرکز په خپلو څېړنو سره هڅه کوي چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مناسبې تګلارې او حل لارې وړاندې کړي.

ګټور لېنکونه

  • نظریاتي سرمقالې
  • زابلي په رسنیو کې
  • مطالب
  • کتابتون
  • اړیکه

ګډون کول

زمونږ د خبرپاڼو او نویو مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره ګډون وکړئ!

ګډون وکړئ

مجید زابلی سنټر © د کاپي حق خوندي دی