x
ډېر پلټل شوي
Economics
Publications
Afghanistan
Growth
Plan
ګډون وکړئ
پیغام ولیږئ
+93 78 733 3444
[email protected]
پښتو
دری
English
کورپاڼه
زموږ په اړه
زموږ کیسه
لید، ماموریت او ارزښتونه
مشورتي بورډ
موضوعي برخې
خپرونې
د پالیسۍ لنډیزونه
مقالې
مهالنۍ
اونیز خبرلیک
میاشتني اقتصادي بهیرونه
درې میاشتنۍ اقتصادي مجله
کلنۍ اقتصادي بیاکتنه
تبصره
نظریاتي سرمقالې
زابلي په رسنیو کې
زموږ لیکوالان
د پوهې مرکز
کتابتون
آرشیف
د مجید زابلي په اړه
پښتو
دری
English
پښتو
دری
English
اړیکه ونیسئ
00 93 78 733 3444
[email protected]
07
Aug
د موکیش امباني د بریالیتوب، نوښت او زړورتيا خورا په زړه پورې کیسه
لیکوال:
کامران نوري
موکیش دهيروبای امباني د هند تر ټولو لوی شخصي شرکت ریلاینس انډسټریس، مشر دی. هغه د خپل پلار، دهيروبای امباني، د سوداګریزو نوښتونو له بنسټیزو اصولو الهام اخیستی او خپل هوښیاریتوب او زړورتیا یې د هند د اقتصاد په پرمختګ کې کارولى ده. موکیش امباني نه یوازې د یوه سوداګر په توګه، بلکې د یو نوښتګر په توګه د نړۍ په کچه شهرت ترلاسه کړی دی. د هغه د ژوند او بریا کیسه د زړورتیا، نوښت او ستراتیژیکې مفکورې یوه بېساري بیلګه ده.
په ۲۰۱۶ م کال کې، موکیش امباني د (ریلاینس جیو) په نوم د مخابراتو یوه نوې پروژه پیل کړه چې د هند په مخابراتي سکتور کى یې په بشپړ ډول بدلون راوست. هغه د خپلى جيو (Jio) کمپنۍ له لارې داسې خدمات وړاندې کړل چې د نړۍ په کچه یې هیڅ سیال نه درلود.
د خدمتونو ژوندۍ بيلګه يى خلکو ته په وړیا توګه تلیفوني زنګونه، درې میاشتنی وړیا انټرنېټ، او په نړۍ کې تر ټولو ټیټ انټرنېټ نرخونه بلل کېږي. دې نوى او جالبى پرېکړې نه یوازې د هغه د سیالانو پام ځان ته راواړاوه، بلکې د هغو لويو سوداګریزو ماډلونو شرکتونه یې له منځه یوړل چې د اوږدې مودې لپاره په هند کې فعالیت کوو. د جیو په مرسته، موکیش امباني هند د ډیجیټل انقلاب په لور بووت او د نړۍ پام يې ځان ته په پوره توګه واړوه.
د جیو کمپنۍ د بريا راز په دې کې و چې د 4G ټکنالوژۍ بشپړې زیربناوې یې له وړاندې جوړې کړې وې، په داسې حال کې چى د امبانى سیال شرکتونو لا هم په زړو 2G او 3G ټکنالوژیو کې بندى پاتې وو. د جیو له پیل وروسته، د هند د انټرنېټ کاروونکو شمېر په بېساري ډول لوړ شو او د هېواد د مياشتنۍ انټرنېټ کارونې کچه له ۲۰۰ میلیونه جي بي څخه ۱.۲ میلیارده جي بي ته ورسېده. جیو هند د سيالۍ ډګر وګرځاوه، سيالو شرکتونو یا د جیو په څېر بیې کمې کړې چى په نتيجه کى په مالي زیانونو واوښتل، یا یې خپل قیمتونه همداسی لوړ وساتل او خپل پیرودونکي یې له لاسه ورکړل. په دې سره، د هند د مخابراتو صنعت یوازې په څو کلونو کې د یو بشپړ بدلون لامل شو.
د موکیش امباني دې نوښتګرې پرېکړې نه یوازې د هند مخابراتي سکتور په نړیواله کچه سیال کړ، بلکې هند یې د نړۍ تر ټولو ډير انټرنېټ مصرف کوونکی هېواد وګرځاوه. په ۲۰۲۰ م کال کې، څو مخکښو نړیوالو شرکتونو لکه فیسبوک او ګوګل په جیو کمپنۍ کى سترې پانګونې وکړې، چې د دې کمپنۍ ارزښت یې نور هم لوړ کړ.
د موکیش امباني بریالیتوب موږ ته راښيي چې کله هم یو څوک د نوښت، زړورتیا او ستراتېژیک فکر له لارې عمل وکړي، هغه به نه یوازې د يو صنعتي بدلون لامل شي، بلکې د يو هيواد اقتصادي برخلیک هم بدلولی شي.
بېلابېلې څانګې
خبرونه
اقتصاد
سیاست
وروستي مطالب
09 Aug,25
افغانستان کى د زعفرانو حاصلاتو د زياتوالي لاملونه څه دي او څنګه افغانستان له دى حاصلاتو په ښه توګه ګټه اخيستى شي.
07 Aug,25
د موکیش امباني د بریالیتوب، نوښت او زړورتيا خورا په زړه پورې کیسه
07 Aug,25
منموهن سنګ څوک و او د هغه له کړنو او لاسته راوړنو مونږ افغانان څه زده کړه کولى شو؟
07 Aug,25
د افغانستان اقتصادي فرصتونه او ننګونې؛ د پاکې انرژۍ او کانونو په سکټور کې پانګونه او د پاليسيو اړتیا