x
ډېر پلټل شوي
Economics
Publications
Afghanistan
Growth
Plan
ګډون وکړئ
پیغام ولیږئ
+93 78 733 3444
[email protected]
پښتو
دری
English
کورپاڼه
زموږ په اړه
زموږ کیسه
لید، ماموریت او ارزښتونه
مشورتي بورډ
موضوعي برخې
خپرونې
د پالیسۍ لنډیزونه
مقالې
مهالنۍ
اونیز خبرلیک
میاشتني اقتصادي بهیرونه
درې میاشتنۍ اقتصادي مجله
کلنۍ اقتصادي بیاکتنه
تبصره
نظریاتي سرمقالې
زابلي په رسنیو کې
زموږ لیکوالان
د پوهې مرکز
کتابتون
آرشیف
د مجید زابلي په اړه
پښتو
دری
English
پښتو
دری
English
اړیکه ونیسئ
00 93 78 733 3444
[email protected]
03
Aug
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د پالیسۍ د پلي کولو راپور
لیکوال:
کامران نوري
د راپور اقتصادي برخې لنډیز
سریزه
:
افغانستان اوس مهال د جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دی چې له ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتی راهیسې، د طالبانو له واکمنۍ وروسته نورهم خراب شوی دی. د دې اقتصادي ستونزو زیاتیدو لاملونه د کورني حکومتولۍ ستونزې، نړیوال بندیزونه او بشري ناورین دی. دا لنډه شننه په نړیوالو بندیزونو، د حکومتولۍ کړنو، بشري ناورین، او د سیمې په کچه د همکاریو په هڅو تمرکز کوي، چې په دې راپور کې د افغانستان اقتصادي وضعیت په تفصیل سره څیړل شوی دی.
مهمې اقتصادي ننګونې:
. نړیواله انزوا او بندیزونه: د طالبانو واکمني افغانستان له نړیوالې ټولنې څخه ګوښه کړی دی، بندیزونه لګول شوي او هغه نړیوالې مرستې چې یو وخت د افغانستان اقتصاد ته یی وده ورکوله، په لویه کچه بندې او کنګل شوی دي.
له همدې کبله افغانستان نړیوال بازارونو ته لاسرسی نه لري او نه هم بهرنیو پانګونو ته لاسرسی ممکن دی. د هېواد اقتصادي فعالیت کم شوی او د پرمختګ امکان یې په ټپه درېدلی دی.
. بشري ناورین او اقتصادي اغېزې:
افغانستان د یو لوی بشري ناورین په منځ کې ښکیل دی، چیرې چې له نیمایي زیات نفوس (۲۳.۷ میلیونه خلک) مرستو ته اړتیا لري، خو په ۲۰۲۴ کال کې یوازې ۲۴.۹٪ وګړو د ۳.۰۶ میلیارده ډالرو په اندازه مرستې ترلاسه کړې دي. د هېواد منابع د اوږدمهاله پرمختګ پر ځای پر بیړنیو مرستو متمرکزې دي، چې دا د اقتصاد رغولو توان کموي
د ټولو منابعو تمرکز په عاجلو مرستو باندې شوی، او اوږدمهاله اقتصادي پرمختګ شاته پاتې شوی. په بشري مرستو باندې د دوامداره تکیې سره، افغانستان په فقر او اقتصادي بې ثباتۍ کې راګیر دی.
. سوداګریز رکود او انفلاسیون:
په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان اقتصاد د انفلاسیون له ستونزې سره مخ دی. د کال په نیمایي کې، سوداګریز کمښت/رکود ۳.۹ میلیارده ډالرو ته رسیدلی، واردات ۲۳٪ زیات شوي او صادرات ۱۴سلنه کم شوي دي. دا سوداګریز توپیر د اقتصاد د کمزورتيا لامل شوی. د پاکستان سره د سکرو صادرات ۷۶٪ کم شوي، چې دا د نړیوالو سوداګریزو اړیکو خرابوالی څرګندوي.
. عایدات او د اسعارو ثبات
په ۲۰۲۴ مالي کال کی د دولت عواید زیات شوي دي، سره له دې چې دولت د ۲۰۲۴ کال په لومړیو ۴ میاشتو کې ۱ ملیارد ډالرعواید ترلاسه کړي، چی د تیر کال په پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښیی، خو دا لا هم د بندیزونو له امله د اقتصادي زیانونو جبران کولو لپاره کافي نه دي. د افغانۍ ارزښت نسبتاً د اګست ۲۰۲۱ دورې ته ثابت پاتې دی، په جولای ۲۰۲۴ کې افغانۍ د امریکایي ډالر په مقابل کې ۲۱.۳٪ قوي وه.
د سیمه ییزې همکاریو هڅې:
افغانستان د نړیوال انزوا سره سره هڅه کړې چې د سیمه ییزو هېوادونو سره په اقتصادي همکارۍ کې برخه واخلي، ترڅو خپل اقتصاد پیاوړی کړي. د طالبانو په مشرۍ حکومت د ګاونډیو هېوادونو سره په دوه اړخیزو او څو اړخیزو غونډو کې ګډون کړی ترڅو د سوداګرۍ، زیربناوو او پانګوونې فرصتونه وڅېړي.
1. د سیمه ییزو سوداګریزو تړونونو هڅې:
افغانستان هڅه کړې چې د ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکې د سوداګریزو تړونونو له لارې پیاوړې کړي
دغه تړونونه د تعرفو په کمولو او د سرحدي سوداګرۍ او پانګوونې په زیاتولو تمرکز کوي. د سوداګریزو لارو په ښه کولو او د سیمه ییزې همکارۍ په هڅولو سره، افغانستان هیله لري چې د نړیوال انزوا اغیزې کمې کړي.
2. زیربنایي پرمختګ:
سیمه ییزو همکارانو د ټرانسپورټ او انرژۍ په برخو کې د افغانستان زیربناوو د ښه کولو لپاره علاقه ښودلې او د مرستې وړاندیز یی کړی افغانستان غواړي له دې لارې د پانګوالو لپاره ښه اقتصادي چاپېریال برابر کړي او خپل سوداګریز اهمیت لوړ کړي.
3. د پانګونې هڅونه:
طالبانو د حکومت په چوکاټ کې په کرنې، کانونو او نوې انرژۍ برخو کې د پانګونې هڅې کړې دي. خو د حکومتولۍ ستونزو او بندیزونو له امله تر اوسه د پام وړ بهرنۍ پانګونې ندي ترسره شوې.
د هیواد په پرمختګ اغېزې:
د افغانستان اقتصادي ستونزې د هېواد پر راتلونکي پرمختګ ژورې اغیزې لري. د هېواد اوږدمهاله اقتصادي بیارغونه د حکومتولۍ د ستونزې حلولو، سوداګرۍ ښه کولو او په کلیدي برخو لکه زیربناوو او کرنې کې پانګونې خوندي کولو پورې اړه لري. خو، د انزوا او بندیزونو دوام، د حکومتولۍ د محدودیتونو سره یو ځای، د پام وړ پرمختګ مخه نیسي. سربېره پر دې، د افغانستان د رکودي اقتصاد او وده کوونکي سوداګریز کسر نور هم د بیا رغونې پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.
پايله:
د افغانستان اقتصادي ستونزې د هیواد راتلونکي پرمختګ ته جدي ګواښونه دي. اوږدمهاله اقتصادي بیا رغونه د حکومتولۍ ستونزو حل، د تجارت ښه والی، او په کلیدي سکتورونو کې پانګونه اړين دي. خو د نړیوالې انزوا او بندیزونو له امله لا تر اوسه د پام وړ پرمختګ نه دی شوی. نړیواله ټولنه د افغانستان په راتلونکي کې مهم رول لري، او که په دې هیواد کې اقتصادي بیا رغونې ته پاملرنه ونه شي، دا به سیمه ییز ثبات ته هم زیان ورسوي.
بېلابېلې څانګې
خبرونه
اقتصاد
سیاست
وروستي مطالب
16 Aug,25
د پام اقتصاد (Attention Economy) څه ده، او پر انسانانو د ډیجیټلي نړۍ ناڅرګنده تاثيرات څه دي؟
09 Aug,25
افغانستان کى د زعفرانو حاصلاتو د زياتوالي لاملونه څه دي او څنګه افغانستان له دى حاصلاتو په ښه توګه ګټه اخيستى شي.
07 Aug,25
د موکیش امباني د بریالیتوب، نوښت او زړورتيا خورا په زړه پورې کیسه
07 Aug,25
منموهن سنګ څوک و او د هغه له کړنو او لاسته راوړنو مونږ افغانان څه زده کړه کولى شو؟