د ILO د چټکې ارزونې له مخې، د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې د افغانستان د کار موندنې بازار له یوه لوی زوال سره مخ شو. چې شاوخوا نیم میلیون وګړو خپلې دندې له لاسه ورکړې. دا شمېره د ۲۰۲۲ کال تر نیمایي پورې ۹۰۰ زره ته ورسيده، چی دا په کاري کچه کې ۱۴٪ کمښت څرګندوي.
ښځې په دې بحران کې تر ټولو زیاتې زیانمنې شوې، چی د ښځو په کاري کچه کې ۱۶٪ سلنه کموالی ښيي، او دا کچه د ۲۰۲۲ تر نیمایي پورې ۲۸٪ ته ورسېده.
مهم سکتورونه لکه کرنه، ساختماني چارې، او ملکي خدمات له سختو زیانونو سره مخ دي، او زیاتره کاريګر یا بې کاره شوي یا یې مزدوري نده ترلاسه کړې. د سیاسي بدلون او اقتصادي کړکېچ له امله کاري ساعتونه هم د اګست ۲۰۲۱ څخه مخکې کچې په پرتله ۱۳٪ کموالی ښیي.
د افغانستان لپاره د کار نړيوالې ادارې مشر ویلي چې د بشري اړتیاوو پوره کول مهم دي، خو د اوږدمهاله رغونې لپاره لازمه ده چې افغانانو ته مناسب کار، عاید او بنسټیز خدمات برابر شي.
د ښځو ګډون ولې مهم دی؟
د ښځو اقتصادي ګډون لپاره ILO لا هم ملاتړی دی، سره له دې چې پر هغوی محدودیتونه لګول شوي دي. د ښځو د ګډون محدودول به د کورنیو او ټول اقتصاد لپاره اوږدمهاله زیانونه ولري.
د نړیوال ملاتړ غوښتنه:
افغانستان اوس تر بل هر وخت زیات، د کاري بازار ملاتړ ته اړتیا لري، د هیواد راتلونکی د اقتصادي ثبات بيارغونې پورې تړلی دی چې اقتصادي ثبات بېرته ورغول شي او ټولو افغانانو ته د مناسبو کاري فرصتونو له لارې خپلې کورنۍ او ټولنې رغولو لپاره زمینه برابره شي.