x

ډېر پلټل شوي

  • Economics
  • Publications
  • Afghanistan
  • Growth
  • Plan

ګډون وکړئ

  • +93 78 733 3444
  • [email protected]
  • پښتو
  • دری
  • English
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • زموږ کیسه
    • لید، ماموریت او ارزښتونه
    • مشورتي بورډ
    • موضوعي برخې
  • خپرونې
    • د پالیسۍ لنډیزونه
    • مقالې
    • مهالنۍ
      • اونیز خبرلیک
      • میاشتني اقتصادي بهیرونه
      • درې میاشتنۍ اقتصادي مجله
      • کلنۍ اقتصادي بیاکتنه
  • تبصره
    • نظریاتي سرمقالې
    • زابلي په رسنیو کې
    • زموږ لیکوالان
  • د پوهې مرکز
    • کتابتون
    • آرشیف
  • د مجید زابلي په اړه
  • پښتو
  • دری
  • English
  • پښتو
  • دری
  • English

اړیکه ونیسئ

  • 00 93 78 733 3444
  • [email protected]

03 Aug

افغانستان د يو لوی بشري ناورين پر لور!

لیکوال: کامران نوري

افغانستان د يو لوی بشري ناورين پر لور!
د نړيوالو مرستو د بوديجې کمښت ميليونونه افغان وګړي له ستونزو سره مخ کړي دي!
د افغانستان اقتصادي ناورين په شدت سره روان دی، غربت او لوږې ميليونونه وګړي ځپلي دي. د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) په روان زيږدیز کال کې څلور ميليونه افغان وګړو ته نغدي مرسته رسولې ده، چې نيمايي يې ښځې دي. سربیره پردې، د اړتياوو کچه ډېره لوړه ده او ډېری وګړي لاهم د ژوندي پاتی کېدو لپاره په سختو شرايطو کې د ژوند شپې سبا کوي.
د وروستيو راپورونو له مخې، ۱۲.۴ ميليونه افغان وګړي د خوراکي خونديتوب له شديد بحران سره مخ دي، او هر څلورم کس نه پوهېږي چې د راتلونکې ورځې خواړه به له کومه تر لاسه کوي. د WFP منابع محدودې دي؛ دا اداره هره میاشت یوازې ۱.۲ ميليونه وګړو ته مرسته رسولای شي، په داسې حال کې چې ۱۱ ميليونه وګړي لاهم له مرستو بې برخې دي. د پاتې وګړو سره د مرستې لپاره د ۶۱۷ ميليونه ډالرو مالي کمبود شتون لري، که چيرې پر وخت رسيدګي ونشي افغانستان به له يو لوی بشري ناورين سره مخ شي.
سربېره پردې، افغانستان د سېلابونو، وچکالۍ او زلزلو له کبله ځپل شوی دی، چی ډيری زراعتي ځمکې یې ويجاړې کړې او د خلکو معيشت یې له منځه وړی دی. هغه کورنۍ چې له پاکستان څخه بېرته راستنې شوې دي، د ژوند په بيا رغولو کې له ستونزو سره مخ دي، ځکه ډېری يې له مرستو بې برخې پاتې دي. په ځانګړې توګه، هغه ۳.۹ ميليونه وګړي، چې ۲.۸ ميليونه یی ماشومان دي، له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي، او د WFP د تغذیې پروګرامونه هم د مالي کمبود له امله کم شوي دي، چې دې سره ډيری ميندې او ماشومان له جدي خطر سره مخ دي.
د افغانستان د اقتصاد وزارت د WFP نغدي مرستې، تغذيوي پروګرامونه، او مسلکي زده‌ کړې ګټورې بللې دي او وايي چې دې پروژو د خلکو په ژوند کې مثبت بدلونونه راوستي دي. خو لاهم ځينې کورنۍ له دې مرستو بې برخې دي.
د اقتصاد له نظره که څه هم لنډمهاله مرستې مهمې دي، خو د افغانستان اوږدمهاله رغونه د دوامدارو زیربناوو او توليداتي اقتصاد په جوړولو پورې تړلې ده. بهرنۍ مرستې که څه هم لنډمهاله ګټې لري، خو د اوږدمهاله پرمختګ لپاره بايد پر بنسټیزو اقتصادي پروژو پانګونه وشي.
افغانستان په یوه حساس پړاو کې قرار لري، او د ميليونونه وګړو ژوند له ګواښ سره مخ دی. نړیواله ټولنه بايد سمدلاسه اقدام وکړي ترڅو د لا زياتو ستونزو مخه ونیول شي، او لومړۍ هغو وګړو ته مرسته ورسېږي چې تر ټولو زيات اړمن دي.

بېلابېلې څانګې

  • خبرونه
  • اقتصاد
  • سیاست

وروستي مطالب

16 Aug,25

د پام اقتصاد (Attention Economy) څه ده، او پر انسانانو د ډیجیټلي نړۍ ناڅرګنده تاثيرات څه دي؟

09 Aug,25

افغانستان کى د زعفرانو حاصلاتو د زياتوالي لاملونه څه دي او څنګه افغانستان له دى حاصلاتو په ښه توګه ګټه اخيستى شي.

07 Aug,25

د موکیش امباني د بریالیتوب، نوښت او زړورتيا خورا په زړه پورې کیسه

07 Aug,25

منموهن سنګ څوک و او د هغه له کړنو او لاسته راوړنو مونږ افغانان څه زده کړه کولى شو؟
  • + 93 78 733 3444
  • [email protected]

د زابلي سنټر په اړه

زابلي سنټر، چې په افغانستان کې لومړنی اقتصادي څېړنیز مرکز دی، په هېواد کې اقتصادي مسایل او دوامداره پراختیا څیړي. دغه مرکز په خپلو څېړنو سره هڅه کوي چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مناسبې تګلارې او حل لارې وړاندې کړي.

ګټور لېنکونه

  • نظریاتي سرمقالې
  • زابلي په رسنیو کې
  • مطالب
  • کتابتون
  • اړیکه

ګډون کول

زمونږ د خبرپاڼو او نویو مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره ګډون وکړئ!

ګډون وکړئ

مجید زابلی سنټر © د کاپي حق خوندي دی