x

ډېر پلټل شوي

  • Economics
  • Publications
  • Afghanistan
  • Growth
  • Plan

ګډون وکړئ

  • +93 78 733 3444
  • [email protected]
  • پښتو
  • دری
  • English
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • زموږ کیسه
    • لید، ماموریت او ارزښتونه
    • مشورتي بورډ
    • موضوعي برخې
  • خپرونې
    • د پالیسۍ لنډیزونه
    • مقالې
    • مهالنۍ
      • اونیز خبرلیک
      • میاشتني اقتصادي بهیرونه
      • درې میاشتنۍ اقتصادي مجله
      • کلنۍ اقتصادي بیاکتنه
  • تبصره
    • نظریاتي سرمقالې
    • زابلي په رسنیو کې
    • زموږ لیکوالان
  • د پوهې مرکز
    • کتابتون
    • آرشیف
  • د مجید زابلي په اړه
  • پښتو
  • دری
  • English
  • پښتو
  • دری
  • English

اړیکه ونیسئ

  • 00 93 78 733 3444
  • [email protected]

03 Aug

په افغانستان کې د تېلو او ګازو د وارداتو پراخوالی او په نړیوال بازار کې د تېلو د بیو لوړوالي سره د کورنیو سرچینو د استخراج هڅې

لیکوال: کامران نوري

په افغانستان کې د تېلو او ګازو د وارداتو پراخوالی او په نړیوال بازار کې د تېلو د بیو لوړوالي سره د کورنیو سرچینو د استخراج هڅې

افغانستان د روان زېږديز کال له جنورۍ تر سپتمبر مياشتې پورې د تېلو او ګازو په وارداتو ډېره اتکا کړې ده. چې نږدې ۱.۶ میلیونه ټنه تیل او ۷۳۴ ټنه ګاز له ترکمنستان، روسیې، قرغزستان، متحده عربي اماراتو، تاجکستان او ایران څخه وار کړي دي، چې د دې وارداتو ټول لګښت ۱.۳ میلیارد ډالره اټکل شوی دی. د روسیې او اوکراین جګړې او د منځني ختیځ کړکېچونو د نړیوالو تېلو بیې لوړې کړي، چې دې بدلون په افغانستان کې هم د تيلو بیې زیاتې کړی دی. د دې ستونزې د هواري لپاره، افغانستان د کورنیو سرچینو د استخراج لپاره هڅې پیل کړي دي.
په همدې لړ کې، د سرپل ولایت د قشقري په سیمه کې د تېلو د یوې نوې څاه پرانیستنه د انرژۍ سکتور د ودې او پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي. د دې نوې څاه په مرسته، د تېلو د استخراج کچه اوس په ورځ کې تر ۵ زره بوشکو پورې رسېدلې ده. د دې پروژې د چټک پرمختګ لپاره، ۷۹ پرمختللي تجهیزات ساحې ته لېږدول شوي دي، او ډېر ژر به ۱۲۱ نور تجهیزات هم د دې سیمې لپاره ځای پر ځای شي ترڅو د استخراج بهیر لا چټک او اغېزمن شي.
د قشقري د نوې څاه پرانیستنه د تېلو د تولید د زیاتوالي لپاره یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي، چې تمه ده ډېر ژر به په قشقري، اق دریا او زمرد سای سیمو کې د نورو څاګانو د کیندلو چارې هم پیل شي. د دې نویو کیندنو په پیل سره به د تېلو تولید کچه په پراخه کچه لوړه شي او د هېواد د انرژۍ اړتیاوې به په ښه توګه پوره شي.
دغه پرمختګ نه یوازې د تېلو د سکتور په وده کې مرسته کوي، بلکې په سیمه کې د کار او روزګار د فرصتونو د رامنځته کېدو لامل هم ګرځي، چې د خلکو د ژوند کیفیت به پیاوړی کړي. د تېلو د استخراج کچې د لوړوالي سره، په سرپل ولایت کې د پانګونې لپاره نوي فرصتونه رامنځته شوي دي، او د امو سیند د نفتي حوزې نورو سیمو لکه انګوت، بازار کمی او زمرد سای ته د پراختیا پلانونه هم په پام کې نیول شوي دي.
دا پروژه د ۲۰۲۳ زېږیز کال د جنورۍ په ۵ مه نېټه د یوې چینایي کمپنۍ سره د یو تړون د یوې برخې په توګه پيل شوې، چې د هېواد د انرژۍ د سرچینو د پیاوړتیا او اقتصادي ودې لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.

بېلابېلې څانګې

  • خبرونه
  • اقتصاد
  • سیاست

وروستي مطالب

16 Aug,25

د پام اقتصاد (Attention Economy) څه ده، او پر انسانانو د ډیجیټلي نړۍ ناڅرګنده تاثيرات څه دي؟

09 Aug,25

افغانستان کى د زعفرانو حاصلاتو د زياتوالي لاملونه څه دي او څنګه افغانستان له دى حاصلاتو په ښه توګه ګټه اخيستى شي.

07 Aug,25

د موکیش امباني د بریالیتوب، نوښت او زړورتيا خورا په زړه پورې کیسه

07 Aug,25

منموهن سنګ څوک و او د هغه له کړنو او لاسته راوړنو مونږ افغانان څه زده کړه کولى شو؟
  • + 93 78 733 3444
  • [email protected]

د زابلي سنټر په اړه

زابلي سنټر، چې په افغانستان کې لومړنی اقتصادي څېړنیز مرکز دی، په هېواد کې اقتصادي مسایل او دوامداره پراختیا څیړي. دغه مرکز په خپلو څېړنو سره هڅه کوي چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مناسبې تګلارې او حل لارې وړاندې کړي.

ګټور لېنکونه

  • نظریاتي سرمقالې
  • زابلي په رسنیو کې
  • مطالب
  • کتابتون
  • اړیکه

ګډون کول

زمونږ د خبرپاڼو او نویو مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره ګډون وکړئ!

ګډون وکړئ

مجید زابلی سنټر © د کاپي حق خوندي دی