x
ډېر پلټل شوي
Economics
Publications
Afghanistan
Growth
Plan
ګډون وکړئ
پیغام ولیږئ
+93 78 733 3444
[email protected]
پښتو
دری
English
کورپاڼه
زموږ په اړه
زموږ کیسه
لید، ماموریت او ارزښتونه
مشورتي بورډ
موضوعي برخې
خپرونې
د پالیسۍ لنډیزونه
مقالې
مهالنۍ
اونیز خبرلیک
میاشتني اقتصادي بهیرونه
درې میاشتنۍ اقتصادي مجله
کلنۍ اقتصادي بیاکتنه
تبصره
نظریاتي سرمقالې
زابلي په رسنیو کې
زموږ لیکوالان
د پوهې مرکز
کتابتون
آرشیف
د مجید زابلي په اړه
پښتو
دری
English
پښتو
دری
English
اړیکه ونیسئ
00 93 78 733 3444
[email protected]
03
Aug
د امام ابو حنیفه رح درېيم ملي او نړيوال نندارتون
لیکوال:
شعیب رحیم
دامام ابو حنیفه درېیم ملي او نړیوال نندارتون چې په کابل کې د تلې په ۲۱مه پای ته ورسېد، د نږدې ۷۰۰ غرفو په درلودلو سره جوړ شوی و. نندارتون د کورنیو تولیداتو او سوداګرۍ د پراختیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي. له نوموړي نندارتون څخه شاوخوا ۷۰۰ زره کسانو لیدنه وکړه، چې په ترڅ کې یې د افغان او بهرنیو سوداګرو ترمنځ ۱۰۰ تړونونه او د کورنیو سوداګرو ترمنځ ۳۲۴ تړونونه د ۱۱۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک شول.
نندارتون د ښځو لپاره د ۱۳۰ غرفو ځانګړې کولو سره د هغوی د سوداګریزو هڅو د ملاتړ ښکارندویي وکړه، او همدارنګه ۷۰ ایراني شرکتونو هم خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل، چې د سیمه ییزو او نړیوالو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مثبت ګام ګڼل کېږي.
د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د نندارتون له لیدنې پر مهال د دغه ډول نندارتونونو د ملاتړ اعلان وکړ. هغې وویل چې یوناما غواړي د کوچنیو پورونو د ورکړې لپاره د بانکونو په جوړولو سره د افغانستان له کوچنیو متشبثينو ملاتړ وکړي، تر څو په لیرې پرتو سیمو کې محروم خلک وکولای شي د کوچني پورونو له لارې خپل کاروبارونه پیل کړي. هغې همدارنګه د برښنا د کمښت ستونزې ته اشاره وکړه چې په صنعتي پارکونو کې موجوده ده او د بهرنیو پانګوالو را جلبولو ته اړتیا ده.
د دې ترڅنګ، د افغانستان په اړه د دوحې په درېیمه غونډه کې ټینګار شوی وو چې د اقتصاد په برخه کې به یوه کاري ډله جوړه شي، او نړيواله ټولنه، سرپرست حکومت ، سفارتونه او ملګري ملتونه به د وضعیت د ښه کېدو لپاره هڅې وکړي.
نندارتون د کورنیو تولیداتو د ودې او د نړیوالو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو بریالی ګام و، چې د سوداګرۍ او پانګونې خونه ټینګار کوي چې د دې ډول نندارتونونو جوړولو ته به دوام ورکړي، تر څو د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې د خصوصي سکتور ونډه نوره هم پراخه شي.
بېلابېلې څانګې
خبرونه
اقتصاد
سیاست
وروستي مطالب
16 Aug,25
د پام اقتصاد (Attention Economy) څه ده، او پر انسانانو د ډیجیټلي نړۍ ناڅرګنده تاثيرات څه دي؟
09 Aug,25
افغانستان کى د زعفرانو حاصلاتو د زياتوالي لاملونه څه دي او څنګه افغانستان له دى حاصلاتو په ښه توګه ګټه اخيستى شي.
07 Aug,25
د موکیش امباني د بریالیتوب، نوښت او زړورتيا خورا په زړه پورې کیسه
07 Aug,25
منموهن سنګ څوک و او د هغه له کړنو او لاسته راوړنو مونږ افغانان څه زده کړه کولى شو؟