x

ډېر پلټل شوي

  • Economics
  • Publications
  • Afghanistan
  • Growth
  • Plan

ګډون وکړئ

  • +93 78 733 3444
  • [email protected]
  • پښتو
  • دری
  • English
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • زموږ کیسه
    • لید، ماموریت او ارزښتونه
    • مشورتي بورډ
    • موضوعي برخې
  • خپرونې
    • د پالیسۍ لنډیزونه
    • مقالې
    • مهالنۍ
      • اونیز خبرلیک
      • میاشتني اقتصادي بهیرونه
      • درې میاشتنۍ اقتصادي مجله
      • کلنۍ اقتصادي بیاکتنه
  • تبصره
    • نظریاتي سرمقالې
    • زابلي په رسنیو کې
    • زموږ لیکوالان
  • د پوهې مرکز
    • کتابتون
    • آرشیف
  • د مجید زابلي په اړه
  • پښتو
  • دری
  • English
  • پښتو
  • دری
  • English

اړیکه ونیسئ

  • 00 93 78 733 3444
  • [email protected]

03 Aug

په اقتصادي علومو کې د ۲۰۲۴ کال نوبل جایزې ګټونکي او د افغانستان پر اقتصادي پرمختګ یی د ښوونې ارزښت

لیکوال: شعیب رحیم

په اقتصادي علومو کې د ۲۰۲۴ کال نوبل جایزې ګټونکي او د افغانستان پر اقتصادي پرمختګ یی د ښوونې ارزښت

په اقتصادي علومو کې د ۲۰۲۴ کال نوبل جایزه ډارون عجم اوغلو، سیمون جانسن، او جیمز ای رابینسن ته د هغوی د مخکښو څيړنو له کبله ورکړل شوه. چې د دوی څيړنې د ادارو يا بنسټونو د جوړښت او د هغو د اقتصادي هوساينې پر اغيزو بحث کوي.
دغه څېړنې د قوانینو، مقرراتو، او سازمانونو په ګډون د ادارو په رول ټینګار کوي، چې د اقتصادي پایلو په ټاکلو کې مهم رول لوبوي. دوی څرګندوي چې ټول‌ شموله ادارې وده او هوساینه رامنځته کوي، په داسې حال کې چې انحصاري ادارې د بې‌ وزلۍ او وروسته پاتې والي لامل ګرځي.
د دوی د څېړنې مهمه برخه تاریخي تحلیل دی، چې ښيي څنګه بېلابېل اداري جوړښتونه د هېوادونو اقتصادي لارې ټاکي. دوی په خپل اغيزناک کتاب "ولې ملتونه ماتيږي" کې ددې نظريې پراخه توضیحات وړاندې کوي چې د ادارو کیفیت د دې لامل ګرځي چې ولې ځینې هېوادونه بریالي او ځينې نور له ستونزو سره مخ دي. د دوی تجربوي څېړنې د ادارو د کیفیت او اقتصادي فعالیت ترمنځ قوي اړیکه څرګندوي او د پراختیا په پایلو کې د حکومتولۍ پر اهمیت ټینګار کوي.
د افغانستان په څېر هېوادونو لپاره، د دوی څېړنې ارزښتمنې زده‌کړې وړاندې کوي. لومړی، د ټول‌ شموله سیاسي او اقتصادي ادارو پیاوړي کول کولای شي د پراخ ګډون او د فساد د کمېدو لپاره لار هواره کړي، چې د يو ښه اقتصادي پرمختګ لپاره اړین دي. سربېره پر دې، د افغانستان تاریخي او کلتوري شالید ته په کتو سره د اصلاحاتو پر تطبيق باندې کار کول کولای شي د ګټورې حکومتولۍ لپاره لاره هواره کړي.
د آجم‌ اوغلو، جانسن، او رابنسن څېړنې د افغانستان لپاره ډېر اهمیت لري. د ټول‌ شموله ادارو پر اهمیت د دوی ټینګار د دې اړتیا سره سمون لري چې افغانستان باید د شفافیت او حساب ورکونې د پیاوړتیا لپاره حکومتي چوکاټ جوړ کړي. د انحصاري ادارو په ماتولو سره، هېواد کولای شي داسې چاپېریال رامنځته کړي چېرې چې اقتصادي فرصتونه ټولو ته د لاسرسي وړ وي او ټولنیزه همغږي او ثبات رامنځته شي. سربیره پردې، د دوی موندنې د بشري پانګې او محلي ظرفیتونو پر پیاوړي کولو د پانګونې پر اړتیا ټینګار کوي، چې د نوښت او اقتصادي مقاومت د پیاوړتیا لپاره اړین دي.
افغانستان باید د اقتصادي ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړي او هغه انحصاري ادارې له منځه یوسي چې پر ځواک او منابعو متمرکزې دي او د نابرابرۍ او رکود سبب ګرځي. د داسې سیاستونو پلي کول چې د منابعو عادلانه وېش وهڅوي، کولای شي د اقتصادي ثبات او ودې لپاره لار هواره کړي. د بشري پانګې په ځانګړي توګه د زده‌ کړو او مهارتونو د پراختیا له لارې پانګونه کول، د تولید او نوښت لوړولو لپاره اساسي اهميت لري. په پای کې، د اوږدمهاله اداري اصلاحاتو لپاره ژمنتیا چې اقتصادي حکومتولۍ پیاوړي کوي، د باثباته چاپېریال رامنځته کولو او د پایدارې اقتصادي پراختیا لپاره حیاتي ارزښت لري.

بېلابېلې څانګې

  • خبرونه
  • اقتصاد
  • سیاست

وروستي مطالب

16 Aug,25

د پام اقتصاد (Attention Economy) څه ده، او پر انسانانو د ډیجیټلي نړۍ ناڅرګنده تاثيرات څه دي؟

09 Aug,25

افغانستان کى د زعفرانو حاصلاتو د زياتوالي لاملونه څه دي او څنګه افغانستان له دى حاصلاتو په ښه توګه ګټه اخيستى شي.

07 Aug,25

د موکیش امباني د بریالیتوب، نوښت او زړورتيا خورا په زړه پورې کیسه

07 Aug,25

منموهن سنګ څوک و او د هغه له کړنو او لاسته راوړنو مونږ افغانان څه زده کړه کولى شو؟
  • + 93 78 733 3444
  • [email protected]

د زابلي سنټر په اړه

زابلي سنټر، چې په افغانستان کې لومړنی اقتصادي څېړنیز مرکز دی، په هېواد کې اقتصادي مسایل او دوامداره پراختیا څیړي. دغه مرکز په خپلو څېړنو سره هڅه کوي چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مناسبې تګلارې او حل لارې وړاندې کړي.

ګټور لېنکونه

  • نظریاتي سرمقالې
  • زابلي په رسنیو کې
  • مطالب
  • کتابتون
  • اړیکه

ګډون کول

زمونږ د خبرپاڼو او نویو مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره ګډون وکړئ!

ګډون وکړئ

مجید زابلی سنټر © د کاپي حق خوندي دی