x

ډېر پلټل شوي

  • Economics
  • Publications
  • Afghanistan
  • Growth
  • Plan

ګډون وکړئ

  • +93 78 733 3444
  • [email protected]
  • پښتو
  • دری
  • English
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • زموږ کیسه
    • لید، ماموریت او ارزښتونه
    • مشورتي بورډ
    • موضوعي برخې
  • خپرونې
    • د پالیسۍ لنډیزونه
    • مقالې
    • مهالنۍ
      • اونیز خبرلیک
      • میاشتني اقتصادي بهیرونه
      • درې میاشتنۍ اقتصادي مجله
      • کلنۍ اقتصادي بیاکتنه
  • تبصره
    • نظریاتي سرمقالې
    • زابلي په رسنیو کې
    • زموږ لیکوالان
  • د پوهې مرکز
    • کتابتون
    • آرشیف
  • د مجید زابلي په اړه
  • پښتو
  • دری
  • English
  • پښتو
  • دری
  • English

اړیکه ونیسئ

  • 00 93 78 733 3444
  • [email protected]

04 Aug

د نړیوالو نندارتونونو له لارې د افغانستان د صادراتو پراختیا او نويو بازارونو ته د لاسرسي هڅې

لیکوال: کامران نوري

د نړیوالو نندارتونونو له لارې د افغانستان د صادراتو پراختیا او نويو بازارونو ته د لاسرسي هڅې
افغانستان د روان کال په وروستیو میاشتو کې د نړیوالو نندارتونونو له لارې د خپلو صادراتي محصولاتو د پراختیا لپاره لوی ګامونه پورته کوي. د اکټوبر له ۱۹مې تر ۲۲مې به د افغان-قزاق نندارتون د قزاقستان په الماتا ښار کې جوړ شي، چې پکې به د افغانستان ۶۹ شرکتونه په ۸۰ غرفو کې د خپلو تولیداتو لکه غالۍ، وچه مېوه، زعفران، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې نندارې ته وړاندې کړي. په دې نندارتون کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست په مشرۍ یو پلاوی او ۲۵۰ افغان سوداګر ګډون کوي. دا د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د صادراتو د زیاتوالي لپاره یو مهم فرصت ګڼل کېږي، ځکه اوس مهال د افغانستان د کال صادرات منځنۍ آسيا ته کابو سل میلیونه ډالره دي، په داسې حال کې چې د وارداتو کچه ډېره لوړه ده.
بله مهمه موقع به د نومبر له ۲۷مې تر ۳۰مې په استانبول کې د «حلال استانبول» نړیوال نندارتون وي، چې د نړۍ درېیم ستر نندارتون بلل کېږي. په دې نندارتون کې به د افغانستان د صادراتي محصولاتو لکه وچه او تازه مېوه، طبي بوټي، غالۍ، لاسي صنایع او نور تولیدات نندارې ته وړاندې شي. دا نندارتون د افغانستان لپاره یو مهم فرصت دی ترڅو خپل تولیدات نړیوالو بازارونو ته، په ځانګړي ډول د اروپا بازارونو ته معرفي کړي.
د ۲۰۲۵ کال د جنورۍپه ۷ مه د غالیو ځانګړی نندارتون هم په ترکیه کې جوړېږي، چې افغان غالۍ جوړونکي به پکې ګډون وکړي. د ترکۍ د غالیو اتحادیه هم د افغاني غالیو د سکتور ګډون ته ډېره لیواله ده.
د دې نندارتونونو له لارې، افغانستان کولی شي د خپلو کورنیو تولیداتو د پلور لپاره نوي بازارونه رامنځته کړي، او د سوداګرۍ په برخه کې د سیمه‌ییزو او نړیوالو اړیکو د پراختیا لپاره مهم ګامونه پورته کړي. تېرې اوونۍ کابل کې د امام ابوحنیفه درېیم نندارتون جوړ شو، چې په کې کورني او بهرني سوداګرو په ۷۰۰ غرفو کې خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړل. دا نندارتونونه د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا او د داخلي تولیداتو د نړیوالو بازارونو ته د معرفي کولو لپاره د پام وړ هڅې ښیي، او تمه کېږي چې افغانستان نوي بازارونه ومومې او په نړیوالو سوداګریزو اړیکو کې خپل رول زیات کړي.

بېلابېلې څانګې

  • خبرونه
  • اقتصاد
  • سیاست

وروستي مطالب

19 ساعتونه وړاندې

د پام اقتصاد (Attention Economy) څه ده، او پر انسانانو د ډیجیټلي نړۍ ناڅرګنده تاثيرات څه دي؟

09 Aug,25

افغانستان کى د زعفرانو حاصلاتو د زياتوالي لاملونه څه دي او څنګه افغانستان له دى حاصلاتو په ښه توګه ګټه اخيستى شي.

07 Aug,25

د موکیش امباني د بریالیتوب، نوښت او زړورتيا خورا په زړه پورې کیسه

07 Aug,25

منموهن سنګ څوک و او د هغه له کړنو او لاسته راوړنو مونږ افغانان څه زده کړه کولى شو؟
  • + 93 78 733 3444
  • [email protected]

د زابلي سنټر په اړه

زابلي سنټر، چې په افغانستان کې لومړنی اقتصادي څېړنیز مرکز دی، په هېواد کې اقتصادي مسایل او دوامداره پراختیا څیړي. دغه مرکز په خپلو څېړنو سره هڅه کوي چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مناسبې تګلارې او حل لارې وړاندې کړي.

ګټور لېنکونه

  • نظریاتي سرمقالې
  • زابلي په رسنیو کې
  • مطالب
  • کتابتون
  • اړیکه

ګډون کول

زمونږ د خبرپاڼو او نویو مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره ګډون وکړئ!

ګډون وکړئ

مجید زابلی سنټر © د کاپي حق خوندي دی