x

ډېر پلټل شوي

  • Economics
  • Publications
  • Afghanistan
  • Growth
  • Plan

ګډون وکړئ

  • +93 78 733 3444
  • [email protected]
  • پښتو
  • دری
  • English
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • زموږ کیسه
    • لید، ماموریت او ارزښتونه
    • مشورتي بورډ
    • موضوعي برخې
  • خپرونې
    • د پالیسۍ لنډیزونه
    • مقالې
    • مهالنۍ
      • اونیز خبرلیک
      • میاشتني اقتصادي بهیرونه
      • درې میاشتنۍ اقتصادي مجله
      • کلنۍ اقتصادي بیاکتنه
  • تبصره
    • نظریاتي سرمقالې
    • زابلي په رسنیو کې
    • زموږ لیکوالان
  • د پوهې مرکز
    • کتابتون
    • آرشیف
  • د مجید زابلي په اړه
  • پښتو
  • دری
  • English
  • پښتو
  • دری
  • English

اړیکه ونیسئ

  • 00 93 78 733 3444
  • [email protected]

04 Aug

د افغانستان د انرژۍ راتلونکی: د نغلو لمریزې بریښنا پروژې ګټې اخيستنې ته سپارل او د استرالیا د بامي لمریز سیستم له تجربې زده کړه.

لیکوال: شعیب رحیم

د افغانستان د انرژۍ راتلونکی: د نغلو لمریزې بریښنا پروژې ګټې اخيستنې ته سپارل او د استرالیا د بامي لمریز سیستم له تجربې زده کړه.

افغانستان د انرژۍ په برخه کې یوه مهمه لاسته راوړنه چې د نغلو ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه ده چې پرون په کابل کې د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. دا پروژه د کابل زرګونو کورنیو، صنعتي پارکونو او روغتونونو ته برېښنا برابروي. د دې پروژې بشپړېدل د انرژۍ سکتور د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام دی، چې د برېښنا د کمښت ستونزو د حل لپاره به خورا ګټوره وي. دغه پروژه د ۷.۶ مېلیونه ډالرو په لګښت په ۱۰ میاشتو کې بشپړه شوه.
افغانستان د لمریزې بريښنا د پراختیا لپاره ډېر لمريز سهولتونه لري، خو د دې سهولتونو د لا ښه کارولو لپاره، د استرالیا د بامي لمریزې بريښنا سیستم له تجربې څخه الهام اخیستل یو مهم ګام ګڼل کېږي. استرالیا په دې وروستیو کې د بامي لمریزې برېښنا له لارې د خپلې برېښنا اړتیا له ۵۰٪ سلنې ډېره برخه پوره کړې. د دې تجربې په رڼا کې، افغانستان هم باید د بامي لمریزې بريښنا سیستمونو ته توجو وکړي، ترڅو د انرژۍ د پراختیا، د کورنیو د برېښنا لګښت کمولو او د چاپېریال ساتنې په برخه کې ترې ګټه پورته کړي.
د بامي لمریزې بريښنا د سیستم ګټې:
۱. د برېښنا د لګښت کمول: د بامي لمریزې بريښنا سیستم د کورونو او کاروبارونو/شرکتونو لپاره د برېښنا لګښتونه راکموي، چې د کورنيو اقتصادي وضعیت ته پروه ګټور تمامېدلی شي.
۲. د انرژۍ ځان‌ بسیاينه: د بامي لمریزې بريښنا سیستم له لارې افغانستان کولی شي د وارداتي برېښنا پر ځای خپله برېښنا تولید کړي او پر بهرنیو هيوادونو تکیه راکمه کړي.
۳. چاپېریال ساتنه: د لمریزې برېښنا د کارولو له لارې د ګلخانه اي ګازونو/ کاربونډای اکسایډ اخراج کمېږي، چې د چاپېریال پاکوالي او د هوا ښه والي لپاره ګټور دي.
د افغانستان لپاره پر بامي لمريزې بريښنا د عمل وړ لارښوونې:
- د بامي لمریزې بريښنا سیستمونو لپاره د حکومتي سبسایډۍ رامنځته کول: د کورونو او سوداګریزو ځایونو لپاره د لمریز سیستم د نصبولو لپاره د مالیې معافیتونه او سبسیډي برابرول.
- عامه پوهاوی او ښوونه: د بامي لمریزې بريښنا سیستم د ګټو په اړه د خلکو د پوهېدو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونو پیلول.
- شبکې ته د اضافي برېښنا ليږد او پلور: د هغو کسانو لپاره چې د بامي لمريزې بريښنا سیستمونه لګوي، د اضافي تولید شوې برېښنا د شبکې سره د نښلولو او پلورلو اسانتیاوې برابرول.
- د مالي ملاتړ پروګرامونه: د بامي لمریزې بريښنا سیستم د نصبولو لپاره د کوچنيو پورونو او مرستو برابرول، ترڅو خلک وهڅول شي چې لمریزه برېښنا وکاروي.
افغانستان د لمریزې انرژۍ د کارولو له لارې کولی شي د انرژۍ اړتیاوې پوره کړي او د چاپېریال ساتنې او اقتصادي پراختیا پر لور ګام پورته کړي. د استرالیا د بام لمریز تجربې څخه الهام اخیستل او د نغلو پروژې په څېر مهمې پروژې پيلول د هیواد د انرژۍ او پر ځان بسياینې لپاره یوه غوره او ارزښتناکه لاره ګڼل کېږي.

بېلابېلې څانګې

  • خبرونه
  • اقتصاد
  • سیاست

وروستي مطالب

19 ساعتونه وړاندې

د پام اقتصاد (Attention Economy) څه ده، او پر انسانانو د ډیجیټلي نړۍ ناڅرګنده تاثيرات څه دي؟

09 Aug,25

افغانستان کى د زعفرانو حاصلاتو د زياتوالي لاملونه څه دي او څنګه افغانستان له دى حاصلاتو په ښه توګه ګټه اخيستى شي.

07 Aug,25

د موکیش امباني د بریالیتوب، نوښت او زړورتيا خورا په زړه پورې کیسه

07 Aug,25

منموهن سنګ څوک و او د هغه له کړنو او لاسته راوړنو مونږ افغانان څه زده کړه کولى شو؟
  • + 93 78 733 3444
  • [email protected]

د زابلي سنټر په اړه

زابلي سنټر، چې په افغانستان کې لومړنی اقتصادي څېړنیز مرکز دی، په هېواد کې اقتصادي مسایل او دوامداره پراختیا څیړي. دغه مرکز په خپلو څېړنو سره هڅه کوي چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مناسبې تګلارې او حل لارې وړاندې کړي.

ګټور لېنکونه

  • نظریاتي سرمقالې
  • زابلي په رسنیو کې
  • مطالب
  • کتابتون
  • اړیکه

ګډون کول

زمونږ د خبرپاڼو او نویو مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره ګډون وکړئ!

ګډون وکړئ

مجید زابلی سنټر © د کاپي حق خوندي دی