x

ډېر پلټل شوي

  • Economics
  • Publications
  • Afghanistan
  • Growth
  • Plan

ګډون وکړئ

  • +93 78 733 3444
  • [email protected]
  • پښتو
  • دری
  • English
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • زموږ کیسه
    • لید، ماموریت او ارزښتونه
    • مشورتي بورډ
    • موضوعي برخې
  • خپرونې
    • د پالیسۍ لنډیزونه
    • مقالې
    • مهالنۍ
      • اونیز خبرلیک
      • میاشتني اقتصادي بهیرونه
      • درې میاشتنۍ اقتصادي مجله
      • کلنۍ اقتصادي بیاکتنه
  • تبصره
    • نظریاتي سرمقالې
    • زابلي په رسنیو کې
    • زموږ لیکوالان
  • د پوهې مرکز
    • کتابتون
    • آرشیف
  • د مجید زابلي په اړه
  • پښتو
  • دری
  • English
  • پښتو
  • دری
  • English

اړیکه ونیسئ

  • 00 93 78 733 3444
  • [email protected]

04 Aug

په افغانستان کې د شاوخوا ۶۲ زره سوالګرو راټولول او د ستونزو د حل لپاره يې په بیړنۍ هڅو ټينګار.

لیکوال: شعیب رحیم

په افغانستان کې د شاوخوا ۶۲ زره سوالګرو راټولول او د ستونزو د حل لپاره يې په بیړنۍ هڅو ټينګار.
په تېرو دوو کلونو کې په ټول افغانستان کې د سوالګرو د راټولولو بهیر روان دی، چې تر دا مهاله يې د راټولونې شمير ۶۲۰۰۰ ته رسېدلی. چې ډيری شمير يې په کابل او لږه شمېر يې په نیمروز ولایت کې ثبت شوې ده. له ثبت شوو کسانو څخه يې ۲۷ زره او ۷۱۵ کسان مستحق سوالګر بلل شوي، ۳۱ زره او ۱۲۶ یې مسلکي سوالګر دي، او پاتې نور یې بې سرپرسته ماشومان او په نشه‌ يي توکو روږدي کسان دي. بې سرپرسته ماشومان د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوندو روزنتونونو ته معرفي شوي، تر څو د زده‌کړې او روزنې لپاره ورته زمینه برابره کړي.
د هېواد په کچه د دې لوی شمېر سوالګرو شتون د یوې جدي ټولنیزې ستونزې په توګه څرګندېږي، چې د عاجلو حل لارو غوښتنه کوي. د بېوزلۍ او د کار د نشتوالي له امله، ګڼ شمېر افغانان مجبور دي چې د خپلې کورنۍ د بقا لپاره ایران او نورو اروپايي هېوادونو ته وتښتي، خو له بده مرغه، هلته په نيمو لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. د دې ستونزې د دایمي حل لپاره اړینه ده چې سرپرست حکومت په بېړني ډول د کاري فرصتونو او دندې برابرولو لپاره اقدامات وکړي.
د مسلکي روزنې پروګرامونه او د کاري فرصتونو برابرول د سوالګرو د ځواکمنتیا لپاره اړین دي، ترڅو د ځان بسیاینې او د ژوند د ښه‌ والي لاره ورته برابره شي. دا ډول ګامونه نه یوازې د سوالګرو د ستونزې د حل لپاره، بلکې د ټولنیز ثبات د ټینګښت لپاره هم مهم دي. د څو اړخیزې بې وزلۍ نړیوال شاخص راپور هم د دې بحران جدي وضعیت روښانه کړی، چې له مخې یې په افغانستان کې ۷۰ سلنه ماشومان او ۶۴.۹ سلنه ټول نفوس په بې وزلۍ کې ژوند کوي. له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۳ پورې ۵.۳ میلیونه نور وګړي هم د بې وزلۍ حالت ته لوېدلي دي، چې د زده کړو او خوارځواکۍ ستونزې یې مهم عوامل ګڼل کېږي. د دې ستونزې د حل لپاره، د کاري فرصتونو ایجاد او ټولنیزو خدمتونو ته د لاسرسي پراختیا اړینه ده، ترڅو د افغانانو لپاره د باعزته ژوند زمینه برابره شي او د بحران د بیا تکرار مخنیوی وشي.

بېلابېلې څانګې

  • خبرونه
  • اقتصاد
  • سیاست

وروستي مطالب

19 ساعتونه وړاندې

د پام اقتصاد (Attention Economy) څه ده، او پر انسانانو د ډیجیټلي نړۍ ناڅرګنده تاثيرات څه دي؟

09 Aug,25

افغانستان کى د زعفرانو حاصلاتو د زياتوالي لاملونه څه دي او څنګه افغانستان له دى حاصلاتو په ښه توګه ګټه اخيستى شي.

07 Aug,25

د موکیش امباني د بریالیتوب، نوښت او زړورتيا خورا په زړه پورې کیسه

07 Aug,25

منموهن سنګ څوک و او د هغه له کړنو او لاسته راوړنو مونږ افغانان څه زده کړه کولى شو؟
  • + 93 78 733 3444
  • [email protected]

د زابلي سنټر په اړه

زابلي سنټر، چې په افغانستان کې لومړنی اقتصادي څېړنیز مرکز دی، په هېواد کې اقتصادي مسایل او دوامداره پراختیا څیړي. دغه مرکز په خپلو څېړنو سره هڅه کوي چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مناسبې تګلارې او حل لارې وړاندې کړي.

ګټور لېنکونه

  • نظریاتي سرمقالې
  • زابلي په رسنیو کې
  • مطالب
  • کتابتون
  • اړیکه

ګډون کول

زمونږ د خبرپاڼو او نویو مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره ګډون وکړئ!

ګډون وکړئ

مجید زابلی سنټر © د کاپي حق خوندي دی