x
ډېر پلټل شوي
Economics
Publications
Afghanistan
Growth
Plan
ګډون وکړئ
پیغام ولیږئ
+93 78 733 3444
[email protected]
پښتو
دری
English
کورپاڼه
زموږ په اړه
زموږ کیسه
لید، ماموریت او ارزښتونه
مشورتي بورډ
موضوعي برخې
خپرونې
د پالیسۍ لنډیزونه
مقالې
مهالنۍ
اونیز خبرلیک
میاشتني اقتصادي بهیرونه
درې میاشتنۍ اقتصادي مجله
کلنۍ اقتصادي بیاکتنه
تبصره
نظریاتي سرمقالې
زابلي په رسنیو کې
زموږ لیکوالان
د پوهې مرکز
کتابتون
آرشیف
د مجید زابلي په اړه
پښتو
دری
English
پښتو
دری
English
اړیکه ونیسئ
00 93 78 733 3444
[email protected]
04
Aug
د افغانستان د غنمو حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی او د ژمي لپاره د غنمو زېرمه کول
لیکوال:
کامران نوري
په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان د غنمو حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، چې له ۳.۵ میلیون ټنو څخه ۵ میلیون ټنو ته لوړ شوي دي. دا پرمختګ د کروندګرو د ملاتړ، په کرنیزو برخو کې د اصلاحاتو، او د پرمختللو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش په مرسته ترلاسه شوی دی. هڅه روانه ده چې د غنمو تولید نور هم زیات شي او په بازارونو کې د غنمو بیې کنټرول شي، ترڅو د خلکو لومړنۍ اړتیاوې په آسانۍ سره پوره شي.
په همدې موخه، سرپرست حکومت، په ۱۱ ولایتونو کې د اضافي غنمو د پېرلو او زېرمه کولو بهیر پيل کړی دی. تر دې دمه، په یادو ولایتونو کې غنم له کروندګرو پېرل کېږي، او پلان شته چې تر کال پای پورې به په ۱۳ ولایتونو کې ۳۸ زره ټنه غنم له کروندګرو واخیستل شي. دا بهیر په ځانګړي توګه په ژمي کې د خلکو لپاره ګټور دی، ځکه چې د هوا په سړېدو سره د خوراکي توکو بیې لوړېږي، او د غنمو زېرمه کول به د بیو په کنټرول کې مرسته وکړي.
له دې وړاندې د کروندګرو د لا پیاوړتیا لپاره نږدې ۱۰۰ زره منه اصلاح شوي تخمونه او ۲۰۰ زره ټنه کیمیاوي سره وېشل شوي دي. دا مرسته د کورنيو او بهرنيو موسسو په همکارۍ سره ترسره شوې، چې موخه یې د کروندګرو حاصلاتو کې د کیفیت او کچې لوړول دي.
د غنمو پېرلو او زېرمه کولو دا ګام د اقتصادي ستونزو په وړاندې یو مهم اقدام ګڼل کېږي، ځکه ډېری خلک د اقتصادي ننګونو له امله خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای. د ژمي په رارسېدو سره به دا بهیر د خلکو د ژوند په ښهوالي کې ګټوره مرسته وکړي.
بېلابېلې څانګې
خبرونه
اقتصاد
سیاست
وروستي مطالب
19 ساعتونه وړاندې
د پام اقتصاد (Attention Economy) څه ده، او پر انسانانو د ډیجیټلي نړۍ ناڅرګنده تاثيرات څه دي؟
09 Aug,25
افغانستان کى د زعفرانو حاصلاتو د زياتوالي لاملونه څه دي او څنګه افغانستان له دى حاصلاتو په ښه توګه ګټه اخيستى شي.
07 Aug,25
د موکیش امباني د بریالیتوب، نوښت او زړورتيا خورا په زړه پورې کیسه
07 Aug,25
منموهن سنګ څوک و او د هغه له کړنو او لاسته راوړنو مونږ افغانان څه زده کړه کولى شو؟