x
ډېر پلټل شوي
Economics
Publications
Afghanistan
Growth
Plan
ګډون وکړئ
پیغام ولیږئ
+93 78 733 3444
[email protected]
پښتو
دری
English
کورپاڼه
زموږ په اړه
زموږ کیسه
لید، ماموریت او ارزښتونه
مشورتي بورډ
موضوعي برخې
خپرونې
د پالیسۍ لنډیزونه
مقالې
مهالنۍ
اونیز خبرلیک
میاشتني اقتصادي بهیرونه
درې میاشتنۍ اقتصادي مجله
کلنۍ اقتصادي بیاکتنه
تبصره
نظریاتي سرمقالې
زابلي په رسنیو کې
زموږ لیکوالان
د پوهې مرکز
کتابتون
آرشیف
د مجید زابلي په اړه
پښتو
دری
English
پښتو
دری
English
اړیکه ونیسئ
00 93 78 733 3444
[email protected]
04
Aug
چابهار بندر د افغانستان د سوداګریزو اړیکو لپاره يو ستر اقتصادي فرصت
لیکوال:
شعیب رحیم
چابهار بندر د افغانستان او د سیمې هېوادونو لپاره په اقتصادي او سوداګریزو اړیکو کې مهم رول لوبولی شي. سره له دې چې دا بندر د افغانستان لپاره یو ستراتيژيک اقتصادي فرصت دی، چی افغانستان تر اوسه ندی توانېدلی له دې بندر څخه په پراخه کچه ګټه پورته کړي.
افغان چارواکو څو ځله له ایراني حکومته غوښتي چې په چابهار بندر کې افغان سوداګرو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه زیاته شي. دا بندر د افغانستان لپاره یوه مهمه لاره ده چې کولی شي افغان سوداګر له هغو ستونزو خلاص کړي چې د کلونو راهیسې په کراچۍ بندر کې ورسره مخ دي.
د ایران ولسمشر او د هند لومړي وزیر په دې وروستیو کې د بريکس غونډې په څنډه کې لیدنه وکړه او د چابهار بندر د اهمیت په اړه یې خبرې وکړې. د دې خبرو اترو موخه د چابهار بندر د تجهیز او پراختیا لپاره ګډ اقدامات وو، چې د افغانستان د پراختیا او بیا رغونې په برخه کې به د پام وړ رول ولوبوي. هند ژمنه کړې چې د چابهار بندر د تجهیزاتو لپاره ۱۲۰ میلیونه ډالر او د ترانسپورتي زیربناوو په برخه کې له ۲۵۰ میلیونه ډالرو څخه زیاته پانګونه وکړي، چې دا به د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې کړي.
سربیره پردې، چې چابهار بندر د افغانستان لپاره یو ستر اقتصادي فرصت ګڼل کېږي، د نیمروز او چابهار ترمنځ د لارو او زیربنایي پروژو نشتوالی د ټرانسپورټ په برخه کې سترې ستونزې رامنځته کړي. دغه ستونزې د دې لامل شوې چې افغان سوداګر د دې بندر له ګټو په سیستماتیک ډول ګټه پورته نه کړي. ایراني چارواکو څو ځله ویلي چې د نیمروز او چابهار ترمنځ لاره به پراخه او جوړه کړي، خو تر اوسه کوم عملي پرمختګ نه دی شوی.
د دې لارې امنیت او تخنیکي ستونزو ته پاملرنه اړینه ده، او که په دې مسیر کې د ریل پټلۍ جوړه شي، نو دا به د افغانستان لپاره خورا اقتصادي ګټه ولري. د ریل پټلۍ جوړېدل نه یوازې افغان سوداګرو ته د راکړې ورکړې اسانتیاوې رامنځته کوي، بلکې د سیمې په کچه د افغانستان سوداګریز روابط پراخوي.
په پای کې، چابهار بندر د افغانستان، ایران او هند ترمنځ د ستراتيژیکو همکاریو لپاره یو مهم فرصت دی. د دې بندر پراختیا او تجهیز به نه یوازې افغانستان ته اقتصادي ګټې ورسوي، بلکې د هېواد سوداګریزو اړیکو ته به په سیمه او نړۍ کې یو نوی فصل پرانیزي.
بېلابېلې څانګې
خبرونه
اقتصاد
سیاست
وروستي مطالب
19 ساعتونه وړاندې
د پام اقتصاد (Attention Economy) څه ده، او پر انسانانو د ډیجیټلي نړۍ ناڅرګنده تاثيرات څه دي؟
09 Aug,25
افغانستان کى د زعفرانو حاصلاتو د زياتوالي لاملونه څه دي او څنګه افغانستان له دى حاصلاتو په ښه توګه ګټه اخيستى شي.
07 Aug,25
د موکیش امباني د بریالیتوب، نوښت او زړورتيا خورا په زړه پورې کیسه
07 Aug,25
منموهن سنګ څوک و او د هغه له کړنو او لاسته راوړنو مونږ افغانان څه زده کړه کولى شو؟