x
ډېر پلټل شوي
Economics
Publications
Afghanistan
Growth
Plan
ګډون وکړئ
پیغام ولیږئ
+93 78 733 3444
[email protected]
پښتو
دری
English
کورپاڼه
زموږ په اړه
زموږ کیسه
لید، ماموریت او ارزښتونه
مشورتي بورډ
موضوعي برخې
خپرونې
د پالیسۍ لنډیزونه
مقالې
مهالنۍ
اونیز خبرلیک
میاشتني اقتصادي بهیرونه
درې میاشتنۍ اقتصادي مجله
کلنۍ اقتصادي بیاکتنه
تبصره
نظریاتي سرمقالې
زابلي په رسنیو کې
زموږ لیکوالان
د پوهې مرکز
کتابتون
آرشیف
د مجید زابلي په اړه
پښتو
دری
English
پښتو
دری
English
اړیکه ونیسئ
00 93 78 733 3444
[email protected]
04
Aug
چین د افغانستان لپاره د ګمرکي تعرفو کچه صفر ته راټیټوي
لیکوال:
کامران نوري
چین له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې نوې هڅې پیل کړى دي، چې پکې د افغان صادراتو پر ګمرکي تعرفو د صفر سلنه مالیې لګول شامل دي. دا اقدام له دې امله ځانګړی اهمیت لري چې د افغانستان او چین ترمنځ شاوخوا یو میلیارد ډالر کلنۍ سوداګریزه راکړه ورکړه ترسره کېږي. د دې اعلان په تعقیب، په چین کې د افغانستان صادراتو کچه په ۲۰۲۴ کې ۱۱.۵ سلنه زیاته شوې، او اټکل کېږي چې په راتلونکي کال کې به دا شمېره ۲۵ سلنه زیاته شي.
په دغه نوې اقتصادي پالیسۍ کې، افغان صادراتو ته مالیاتي امتیازات ورکړل شوي، چې په دى سره به افغان سوداګرو ته آسانتیاوې برابرې شي او په بیجنګ کې به د افغان صادراتو پراختیا امکان زیات شي. له دې اقدام سره سره، د افغانستان د سوداګرۍ ارزښت په روان کال کې ۵۴۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلی چې ۱۲ میلیونه ډالر یی صادرات دي.
د دغه پرمختګونو ترڅنګ، چین په پام کې لري چې د تاجکستان له لارې افغانستان لپاره نوی اقتصادي دهلیز جوړ کړي، چې دا به د افغانستان لپاره له اقتصادي اړخه نوې لارې چارې برابرې کړي. د واخان دهلیز ددې پروژې مهمه برخه ګڼل کېږي، او په دې سیمه کې د سړکونو رغنیزې چارې روانې دي. دا هڅې ښيي چې په راتلونکو میاشتو کې به په دې برخه کې زیات پرمختګ وشي، چې دا په اوږدمهال کې د افغانستان اقتصاد ته یوه لویه لاسته راوړنه بلل کېږي.
د چین او افغانستان ترمنځ سوداګریز بهیر په وروستیو کلونو کې ګټور ثابت شوی، او له افغانستانه چین ته د جلغوزیو په څېر تولیدات د دې صادراتي بهیر یوه مهمه برخه ګڼل کېږي. سربیره پردی، چین په نړیواله کچه د "يو کمربند او يوې لارې" په پروژه کې چی ٦٢ ميليارده ډالره پانګونه پرې کيږي غواړي افغانستان ته هم ځای ورکړي، چې دا نوښت له ګوادر بندر سره د افغانستان د نښلولو لپاره اغېزناک ثابتېدی شي.
دا اقتصادي امتیازات به د افغان صادراتو د پراختیا او د نوو بازارونو په موندلو کې مرسته وکړي.
بېلابېلې څانګې
خبرونه
اقتصاد
سیاست
وروستي مطالب
19 ساعتونه وړاندې
د پام اقتصاد (Attention Economy) څه ده، او پر انسانانو د ډیجیټلي نړۍ ناڅرګنده تاثيرات څه دي؟
09 Aug,25
افغانستان کى د زعفرانو حاصلاتو د زياتوالي لاملونه څه دي او څنګه افغانستان له دى حاصلاتو په ښه توګه ګټه اخيستى شي.
07 Aug,25
د موکیش امباني د بریالیتوب، نوښت او زړورتيا خورا په زړه پورې کیسه
07 Aug,25
منموهن سنګ څوک و او د هغه له کړنو او لاسته راوړنو مونږ افغانان څه زده کړه کولى شو؟