x
ډېر پلټل شوي
Economics
Publications
Afghanistan
Growth
Plan
ګډون وکړئ
پیغام ولیږئ
+93 78 733 3444
[email protected]
پښتو
دری
English
کورپاڼه
زموږ په اړه
زموږ کیسه
لید، ماموریت او ارزښتونه
مشورتي بورډ
موضوعي برخې
خپرونې
د پالیسۍ لنډیزونه
مقالې
مهالنۍ
اونیز خبرلیک
میاشتني اقتصادي بهیرونه
درې میاشتنۍ اقتصادي مجله
کلنۍ اقتصادي بیاکتنه
تبصره
نظریاتي سرمقالې
زابلي په رسنیو کې
زموږ لیکوالان
د پوهې مرکز
کتابتون
آرشیف
د مجید زابلي په اړه
پښتو
دری
English
پښتو
دری
English
اړیکه ونیسئ
00 93 78 733 3444
[email protected]
05
Aug
د افغانستان زعفرانو ته په نړيړالو بازارونو کى د تقاضا زیاتوالی، او د هيواد پر اقتصاد يې اغيزې
لیکوال:
شعیب رحیم
د افغانستان زعفران د ځانګړي کیفیت، غوره بوی، او نړیوالې تقاضا له کبله په تېرو کلونو کې د پام وړ اقتصادي اهمیت تر لاسه کړى دى. د زعفرانو صنعت د هېواد د اقتصادي پراختیا، صادراتي سکتور، او د کرنې په برخه کې د پرمختګ لپاره یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي. دا راپور د افغانستان د زعفرانو د صادراتو پر پراخوالي، په نړیوال بازار کې د سیالۍ وړتیا، او د دې سکتور پر اقتصادي اغېزو ارزونه کوي.
د صادراتو وروستۍ شمېرې او نړیوال بازار ته لاسرسی
د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال په پاریس نندارتون کې د افغانستان زعفرانو د صادراتو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. په دې نندارتون کې یو لوی نړیوال پېرېدونکي د افغانستان ۶۰۰ کیلوګرامه زعفرانو ته د کلني پیرودلو وړاندیز کړی، چې د دې هوکړې ارزښت یو میلیون او اویا زره ډالر اټکل شوی دی. چى دا وروستۍ هوکړه په کال کې د افغانستان د زعفرانو صادراتو کې شاوخوا ۱۵-۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ۲۰۲۴ کال په لومړیو نهو میاشتو کې د ۴۶ ټنه زعفرانو صادرات ثبت کړي، چې د ۳۶ میلیونه ډالرو په ارزښت یې نړیوال بازار کې د پام وړ ونډه ترلاسه کړې ده. دا صادرات د هند، متحده عربي اماراتو، امریکا، کاناډا، ترکیې، هالنډ، او انګلستان په څېر هېوادونو ته پراخ شوي دي، چې د افغانستان زعفرانو نړیواله تقاضا او د پراختیا وړتیا ښيي.
په نړیوال بازار کې د سیالۍ وړتیا او فرصتونه
د نړیوالو بازارونو له خوا د افغانستان زعفرانو ته د لوړې تقاضا شتون په دې دلالت کوي چې افغانستان د دې ځانګړي محصول په تولید کې لوړ ظرفیت لري. د زعفرانو ځانګړی کیفیت، چې د افغانستان د اقلیمي ځانګړتیاوو له امله ترلاسه کېږي، دې هېواد ته یوه باثباته او د سیالۍ وړتیا برابره کړې ده. د ایران د نیشابور د کرنې ادارې پخوا ویلي چې افغانستان د زعفرانو په نړیوال بازار کې د ایران اصلي سیال ګرځېدلی دی. دا پرمختګ نه یوازې د افغانستان د زعفرانو لپاره د نویو نړیوالو بازارونو د لاسته راوړلو یوه نښه ده، بلکې د دې محصول نړیوال شهرت هم لوړوي.
د اقتصادي ودې لپاره د صادراتو اهمیت
زعفران د افغانستان د اقتصادي ودې او د عوایدو پراختیا لپاره یو مهم صادراتي توکی ګڼل کېږي. د زعفرانو صنعت د افغان کروندګرو لپاره د عاید یوه مهمه سرچینه ده او د هېواد د زراعت او کلیو پر پرمختګ ژوره اغېزه لري. د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا، افغانستان د زعفرانو د نړیوالو معیارونو پوره کولو او مناسبې بازارموندنې له لارې کولای شي دا محصول په مؤثره توګه نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي.
صادراتي ودې لپاره د پانګونې اړتیا
د زعفرانو په صنعت کې د پانګونې اړتیاوې پراخې دي، او په دې برخه کې پانګونه کولای شي د افغانستان د صادراتو په زیاتوالي کې اغېزناک تمام شي. د سوداګرۍ خونې د تحلیل له مخې، که په زعفرانو پانګونه وشي او نړیوالو معیارونو ته په کتو د محصول کیفیت لوړ شي، نو دا به د افغانستان اقتصادي ودې او د عوایدو زیاتوالي لپاره یوه باثباته سرچینه وي. افغانستان د کرنې د وړتیا له مخې کولای شي چې د زعفرانو په صنعت کې پانګونه وکړي، نړیوالې سوداګرۍ ته وده ورکړي، او د هېواد د عایداتي سرچینو پراختیا ته لاره هواره کړي.
د افغانستان د زعفرانو صنعت، د لوړ کیفیت او نړیوال شهرت له امله، د هېواد اقتصاد لپاره د عاید یوه مهمه برخه جوړوي. په زعفرانو کې د پانګونې زیاتوالی او د نړیوالو معیارونو ترلاسه کول کولای شي د افغانستان د صادراتو ارزښت او بازار پراخ کړي، چې په اوږدمهاله توګه به د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره باثباته مرسته وکړي.
بېلابېلې څانګې
خبرونه
اقتصاد
سیاست
وروستي مطالب
19 ساعتونه وړاندې
د پام اقتصاد (Attention Economy) څه ده، او پر انسانانو د ډیجیټلي نړۍ ناڅرګنده تاثيرات څه دي؟
09 Aug,25
افغانستان کى د زعفرانو حاصلاتو د زياتوالي لاملونه څه دي او څنګه افغانستان له دى حاصلاتو په ښه توګه ګټه اخيستى شي.
07 Aug,25
د موکیش امباني د بریالیتوب، نوښت او زړورتيا خورا په زړه پورې کیسه
07 Aug,25
منموهن سنګ څوک و او د هغه له کړنو او لاسته راوړنو مونږ افغانان څه زده کړه کولى شو؟