x
ډېر پلټل شوي
Economics
Publications
Afghanistan
Growth
Plan
ګډون وکړئ
پیغام ولیږئ
+93 78 733 3444
[email protected]
پښتو
دری
English
کورپاڼه
زموږ په اړه
زموږ کیسه
لید، ماموریت او ارزښتونه
مشورتي بورډ
موضوعي برخې
خپرونې
د پالیسۍ لنډیزونه
مقالې
مهالنۍ
اونیز خبرلیک
میاشتني اقتصادي بهیرونه
درې میاشتنۍ اقتصادي مجله
کلنۍ اقتصادي بیاکتنه
تبصره
نظریاتي سرمقالې
زابلي په رسنیو کې
زموږ لیکوالان
د پوهې مرکز
کتابتون
آرشیف
د مجید زابلي په اړه
پښتو
دری
English
پښتو
دری
English
اړیکه ونیسئ
00 93 78 733 3444
[email protected]
05
Aug
د ټرمپ اقتصادي تګلاره ( ټرمپونومکس) ؛ د امریکا له صنعتي سیمو څخه تر افغان معدني شتمنیو پورې
لیکوال:
شعیب رحیم
د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ په بیا ټاکل کيدو سره نړۍ يو ځل بيا د ټرمپونومکس بیا ژوندي کېدو لپاره تیارېږي. دا یوه داسې اقتصادي تګلاره ده چې په سر کې د امریکا ګټې خوندي کول، داخلي صنعت ته وده ورکول او د امریکا د اقتصاد ساتنې پر بنسټ ولاړه ده.
دا ځل د ټرمپ اداره نه يوازې په امریکا کې، بلکې په نړيواله کچه د اقتصادي بدلونونو غوښتونکى ده او په ځانګړي توګه په افغانستان کې د معدني زيرمو کارولو ته هم ليواله ده، چى غواړي د امریکا اقتصادي ځواک سرچینه وګڼل شي.
ټرمپونومکس: تيرې کړنې او نوى پیل
د ټرمپ د لومړۍ دورې اقتصادي تګلاره د "له هر څه وړاندي امریکا" پالیسۍ له لارې هڅه وکړه چى امريکايي اقتصاد پياوړي کړي. په کور دننه، دې تګلارې د مالیې کمښت، د مقرراتو اسانه کول، او په ځانګړي ډول د چین پر وړاندې سخت دریځ لرونکې سوداګريزې کړنلارې شاملې وې. د هغه د ادارې موخه دا وه چې تولیدي شرکتونه امریکا ته راستانه کړي، امریکایي کاري فرصتونه خوندي کړي، او په نړیوالو تولیدي لارو چارو کې د امریکا خپلواکۍ پیاوړې کړي. که څه هم دغو ګامونو لنډمهاله اقتصادي ګټې لرلې، خو د اقتصادي شنونکو نظر دا وو چې دې کړنلارې د عاید نابرابرۍ او د سوداګریز تاوتریخوالي په زیاتېدو سره ځينې امریکایي شرکتونه اغېزمن کړل.
په ۲۰۱۷ کال کې د ټرمپ ادارې د امریکا دننه د پانګونې هڅولو لپاره ماليې کمې کړى او د چینايي محصولاتو پر وارداتو يې تعرفې ولګولې، چې دا د ټرمپ د لومړۍ دورې ځانګړي اقدامات ګڼل کېږي. همدارنګه، د ټرمپ ادارې په افغانستان کې د معدني سرچینو ستراتیژیک اهمیت ته پام کړی و، په ځانګړي ډول د لیتیم او مسو ذخایرو ته، کوم چې د ټکنالوژۍ او شنې انرژۍ په دور کې ډېر مهم ګڼل کېږي.
د افغانستان معدني شتمنۍ: یوه نيمګړې هيله
د افغانستان د معدني شتمنیو په اړه د ټرمپ نوې لېوالتیا د هغه د لومړۍ دورې یوه پخوانۍ هیله بیا تازه کوي. په ۲۰۱۷ کې، د ټرمپ اداره د افغانستان تقریباً یو ټریلیون ډالرو په ارزښت معدني زیرمو ته د دې په موخه کتل، چې د جګړې لګښتونه پرې پوره کړي او د افغانستان اقتصاد پیاوړی کړي. خو دغه زیرمې د زیربنایي او امنیتي ننګونو له کبله بې کاره پاتې شوې. د افغانستان د زیربناوو لکه سړکونو، رېل پټلیو او برېښنا سیسټمونه تر ډېره ناپرمختللي وو، او د هېواد لویې برخې د طالبانو یا سیمه ییزو قوماندانانو تر کنټرول لاندې وې، چې دې ته د لاسرسي شرایط یې ډېر ستونزمن کړي وو.
په افغانستان کې د کانونو د کیندلو هڅې له ګڼو خنډونو سره مخ وې. د عینک د مسو کان، چې یوه چینایي کمپنۍ ته په اجاره ورکړل شوی و، د امنیتي ګواښونو، د مقرراتو پر سر د شخړو، او د مسو په نړیوالو ټیټو بیو له امله پاتې شو. د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي اداره (SIGAR) د کان کیندنې په برخه کې د امریکا د هڅو په اړه نیوکې کړي وى، او یادونه یې کړې وه چې د ناهمغږۍ له امله شاوخوا ۴۸۸ میلیونه ډالر پانګونه له خطر سره مخ ده.
د افغانستان لپاره د ټرمپ اقتصادي لیدلوری: یو نوی پلان
په افغانستان کې د کان کیندنې په صنعت کې د ټرمپ دوهمه دوره یو ځل بیا په یوه نوي پلان سره لېوالتیا لري. د هغه اداره وړاندیز کوي چې یو عامه-خصوصي پانګیز صندوق جوړ کړي، ترڅو هغه زیربنایي او امنیتي ستونزې حل کړي چې مخکې یې د کان کیندنې هڅې ټکنۍ کړې وې. د خصوصي امنیتي او پرمختیایي کمپنیو سره په ګډه کار کولو له لارې، ټرمپ هیله لري چې د افغانستان د معدني شتمنیو دروازې پرانیزي، که څه هم په دې هېواد کې سیاسي وضعیت ډېر پېچلی دی.
لیټیم، چې په برېښنایي موټرو کى د بیټريو او د شنى ټيکنالوژۍ يوه مهمه برخه ګڼل کېږي، د ټرمپ په نوي پلان کى ځانګړې ځاى لري. د انرژۍ په برخه کې د ځان بسیاینې او د شنو ټکنالوژیو لپاره د عرضې ځنځیر ته د ارزښت زیاتولو له امله، د افغانستان د لیتیم زیرمې ستراتیژیک ارزښت لري. د ټرمپ ټیم افغانستان د ليتيم د تولید يوه مهمه سيمه ګڼي، او غواړي چې د نړۍ اوسنۍ د عرضې ځنځير چى د چين لخوا کنټروليږي له منځه يوسي.
دکمالا هارس نظریه: یو متضاد اقتصادي لیدلورى
کمالا هارس، چې د بایډن د مرستیالې په توګه یې خدمت کړی او خپله په ۲۰۲۴ کې د ولسمشرۍ لپاره کاندیده وه، يو بل اقتصادي ليدلورى وړاندې کوي چى د چاپیریال ساتنې، ټولنیز عدالت او نړيوالې همکارۍ په اصولو تمرکز لري. هارس د شنې انرژۍ په پروژو پانګونه، د شتمنو خلکو لپاره د مالیاتو لوړول، او د ټولنیزو پروګرامونو پراختیا غوښتنه، تر څو د عاید نابرابري کمه کړي. د هغې نظریه د نړیوالې همکارۍ او د اقتصادي او ټولنیز ثبات لپاره اوږدمهاله پرمختګ ته ژمنه وه، کوم چې د ټرمپ له یوې اړخیزې تګلارې سره توپیر لري.
د ټرمپ بیا ټاکنه: د افغانستان او نړۍ لپاره په څه مانا ده؟
د ټرمپ دوهمه دوره یو ځل بیا د ملي غرور او "اقتصادي ځواک" د مفکورې لپاره نوې لاره پرانيزي. د هغه د افغانستان ستراتیژي، که څه هم زړه راښکونکې ده، خو له نوو ننګونو سره مخ ده. طالبان چى اوسمهال پر افغانستان لوى واک لري، او سیاسي ثبات لا هم نامعلوم دی. سربېره پردې، د ټرمپ اداره باور لري چې د افغانستان معدني زيرمې د امریکا اقتصاد او نړیوالو عرضو لپاره خورا ارزښتناکه دي.
په داسې حال کې چې نړۍ د شنو ټکنالوژیو په لور روانه ده، د نادره معدني سرچینو لاسرسی، لکه لیتیم، د امنیت مسئله ګرځېدلې ده. د افغانستان د سرچینو څخه د ګټې اخیستنې لپاره د ټرمپ پلان کولی شي د انرژۍ په برخه کې د امریکا دریځ پیاوړی کړي. خو شنونکي په دى باور دي چې دا هیلې د تيرو ناکاميو په څير د لوژستيکي ننګونو، د بیو ناسم حالت، او د افغانستان په ناڅرګند سياسي وضعیت پورې تړلي دي.
د ټرمپونومکس او نړیوال اقتصادي ثبات تر منځ څلور لارې
د امریکا او نړۍ اقتصاد په یوه حساس پړاو کې دی، چیرته چې د ټرمپ زړور پلانونه د افغانستان معدني شتمنیو سره تېرو شویو هیلو ته ورته دي. د ټرمپ اداره هڅه کوي چې په خپل ځواک، او له نړیوالې همکارۍ پرته د امریکا اقتصادي ځان بسیاینه ترلاسه کړي. د هغه د پلانونو بریالیتوب نه یوازې د افغانستان پر راتلونکي، بلکې په نړیوال اقتصادي وضعیت هم اغېز لرلی شي.
په پای کې، د ټرمپ د اقتصادي ځواک د ترلاسه کولو پلان هڅې او د کمالا هارس د اوږدمهاله همکارۍ او ټولنیز عدالت ليدلورى دوه بيلابيلې تګلارې وړاندې کوي. نړۍ اوس ګورى چى ټرمپونومکس څنګه د امریکا اقتصادي مسير او نړیوالو اړیکو پر بهیر اغېز کوي.
بېلابېلې څانګې
خبرونه
اقتصاد
سیاست
وروستي مطالب
11 ساعتونه وړاندې
د پام اقتصاد (Attention Economy) څه ده، او پر انسانانو د ډیجیټلي نړۍ ناڅرګنده تاثيرات څه دي؟
09 Aug,25
افغانستان کى د زعفرانو حاصلاتو د زياتوالي لاملونه څه دي او څنګه افغانستان له دى حاصلاتو په ښه توګه ګټه اخيستى شي.
07 Aug,25
د موکیش امباني د بریالیتوب، نوښت او زړورتيا خورا په زړه پورې کیسه
07 Aug,25
منموهن سنګ څوک و او د هغه له کړنو او لاسته راوړنو مونږ افغانان څه زده کړه کولى شو؟