x

ډېر پلټل شوي

  • Economics
  • Publications
  • Afghanistan
  • Growth
  • Plan

ګډون وکړئ

  • +93 78 733 3444
  • [email protected]
  • پښتو
  • دری
  • English
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • زموږ کیسه
    • لید، ماموریت او ارزښتونه
    • مشورتي بورډ
    • موضوعي برخې
  • خپرونې
    • د پالیسۍ لنډیزونه
    • مقالې
    • مهالنۍ
      • اونیز خبرلیک
      • میاشتني اقتصادي بهیرونه
      • درې میاشتنۍ اقتصادي مجله
      • کلنۍ اقتصادي بیاکتنه
  • تبصره
    • نظریاتي سرمقالې
    • زابلي په رسنیو کې
    • زموږ لیکوالان
  • د پوهې مرکز
    • کتابتون
    • آرشیف
  • د مجید زابلي په اړه
  • پښتو
  • دری
  • English
  • پښتو
  • دری
  • English

اړیکه ونیسئ

  • 00 93 78 733 3444
  • [email protected]

05 Aug

د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۶۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې

لیکوال: کامران نوري

د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۶۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې
د ۲۰۲۴ کال په لومړیو لسو میاشتو کې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۶۵۰ میلیونه ډالرو ته پورته شوې، چې د دې راکړې ورکړې تر ټولو مهمه برخه صادرات دي. د افغانستان عمده صادراتي توکي لکه وچ انځر، اینجه، زعفران، ممیز، شنه زیره او بادام هند ته لېږدول کېږي، په داسې حال کې چې له هند څخه بوره او د صنعتي کارخونو لپاره خام موادو په شمول واردات ترسره شوي.
په دې موده کې د افغانستان صادراتو هند ته ۴۴۷ میلیونه ډالرو ته رسیدلي، په داسې حال کې چې واردات یې ۲۰۳ میلیونه ډالر دي. دغه سوداګریز حجم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د سوداګرۍ په کچه د مثبت بدلونونو د ښکارندویي نښه ګڼل کېږي.
د دې راکړې ورکړې پراختیا له یوه اړخه د افغانستان صادراتو ته نوي بازارونه پرانیستې دي، چې په دې کې د زعفران او نورو صادراتو لا زیاتې غوښتنې راپېدا شوې دي. له بلې خوا، د هند څخه واردات د افغانستان د صنعتي پروسو لپاره مهم مواد برابروي، چې د تولید او د اقتصادي ودې لپاره اړین دي.
که دغه تمایل همداسې دوام وکړي، نو د افغانستان د اقتصادي سیاستونو په بدلونونو کې به د دې سوداګریزو اړیکو پراختیا یوه مهمه برخه شي. د دې ډول سوداګریزو اړیکو سره، افغانستان کولی شي چې د خپل اقتصادي پرمختګ لپاره نور فرصتونه برابر کړي، او په سیمه ییزه او نړیواله کچه د سوداګرۍ په توازن کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي.

بېلابېلې څانګې

  • خبرونه
  • اقتصاد
  • سیاست

وروستي مطالب

11 ساعتونه وړاندې

د پام اقتصاد (Attention Economy) څه ده، او پر انسانانو د ډیجیټلي نړۍ ناڅرګنده تاثيرات څه دي؟

09 Aug,25

افغانستان کى د زعفرانو حاصلاتو د زياتوالي لاملونه څه دي او څنګه افغانستان له دى حاصلاتو په ښه توګه ګټه اخيستى شي.

07 Aug,25

د موکیش امباني د بریالیتوب، نوښت او زړورتيا خورا په زړه پورې کیسه

07 Aug,25

منموهن سنګ څوک و او د هغه له کړنو او لاسته راوړنو مونږ افغانان څه زده کړه کولى شو؟
  • + 93 78 733 3444
  • [email protected]

د زابلي سنټر په اړه

زابلي سنټر، چې په افغانستان کې لومړنی اقتصادي څېړنیز مرکز دی، په هېواد کې اقتصادي مسایل او دوامداره پراختیا څیړي. دغه مرکز په خپلو څېړنو سره هڅه کوي چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مناسبې تګلارې او حل لارې وړاندې کړي.

ګټور لېنکونه

  • نظریاتي سرمقالې
  • زابلي په رسنیو کې
  • مطالب
  • کتابتون
  • اړیکه

ګډون کول

زمونږ د خبرپاڼو او نویو مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره ګډون وکړئ!

ګډون وکړئ

مجید زابلی سنټر © د کاپي حق خوندي دی