x

ډېر پلټل شوي

  • Economics
  • Publications
  • Afghanistan
  • Growth
  • Plan

ګډون وکړئ

  • +93 78 733 3444
  • [email protected]
  • پښتو
  • دری
  • English
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • زموږ کیسه
    • لید، ماموریت او ارزښتونه
    • مشورتي بورډ
    • موضوعي برخې
  • خپرونې
    • د پالیسۍ لنډیزونه
    • مقالې
    • مهالنۍ
      • اونیز خبرلیک
      • میاشتني اقتصادي بهیرونه
      • درې میاشتنۍ اقتصادي مجله
      • کلنۍ اقتصادي بیاکتنه
  • تبصره
    • نظریاتي سرمقالې
    • زابلي په رسنیو کې
    • زموږ لیکوالان
  • د پوهې مرکز
    • کتابتون
    • آرشیف
  • د مجید زابلي په اړه
  • پښتو
  • دری
  • English
  • پښتو
  • دری
  • English

اړیکه ونیسئ

  • 00 93 78 733 3444
  • [email protected]

05 Aug

د افغانستان اقتصادي بدلون؛ له تریاکو څخه د باثباته کرنیزو محصولاتو پر لور ګام

لیکوال: شعیب رحیم

د افغانستان اقتصادي بدلون؛ له تریاکو څخه د باثباته کرنیزو محصولاتو پر لور ګام
افغانستان د خپل اقتصادي وضعیت د پیاوړتیا لپاره له تریاکو څخه د دوامدارو کرنیزو محصولاتو پر لور د تګ په یوه مهمه مرحله کې دی. د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د دې بدلون مشري کوي او د کروندګرو د ملاتړ لپاره یی یو لوی نوښت پيل کړی، ترڅو دوی وهڅوي چې پر بدیلو محصولاتو تکیه وکړي. دا اقتصادي بدلون، چې د کوکنارو د کښت په بندیز سره پیل شوی، یوازې یوه سیاسي ننګونه نه ده، بلکې د اوږدمهاله اقتصادي ودې لپاره یو ځانګړی فرصت ګڼل کېږي.
د کرنې نوې دوره: د بدیلو محصولاتو ملاتړ
په دودیز ډول، افغانستان د تریاکو په تولید باندې تکیه کړې، چې د هېواد په ناخالص تولید (GDP) کې مهمه ونډه لري او د زرګونو افغان کورنیو لپاره د عاید سرچینه ده. خو په ۲۰۲۲ کال کې د سرپرست حکومت لخوا د تریاکو په کښت بندیز د دې سکتور په برخه کې يو لوى بدلون راوست. د دې بندیز موخه دا ده چې د افغانستان اقتصاد پر نشه يي توکو تکيې څخه راوګرځوي. د دې هڅو په ترڅ کې، سرپرست حکومت بزګران هڅوي چې قانوني او ګټور بدیلونه لکه زعفران، اينجه، پنبه، الوېرا... وکري، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې پخوا د تریاکو کښت روان و. سربېره پر دې، ياد وزارت د مېوو په باغونو، د شاتو په تولید، او د بېري په کرنه هم تمرکز کوي ترڅو د افغانستان کرنیزو سرچینو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
سربېره پردې، ياد وزارت تخنیکي روزنیز پروګرامونه او د اکمالاتو شبکې فعالې کړې دي، چې د دې له مخې ۱۰۰,۰۰۰ ټنه اصلاح شوي تخمونه او ۲۰۰,۰۰۰ ټنه سرې وېشل شوې دي. د دې اقداماتو موخه دا ده چې د بدیلو محصولاتو کرکېله پراخه کړي او کلیوالو ټولنو ته باثباته عاید چمتو کړي. د زعفرانو په څېر د لوړ ارزښت لرونکو محصولاتو اقتصادي امکانات څرګند دي، ځکه چې په نړیوالو بازارونو کې ورته لوړه تقاضا شتون لري. که دا کرنیز نوښت په بریالیتوب سره تطبیق شي، افغانستان به وکولی شي له غیرقانوني تریاکو څخه د رقابتي او دوامدارو محصولاتو پر لور حرکت وکړي.
د تریاکو بندیز او اقتصادي ستونزې
سره له دې چې د بدیلو محصولاتو کرنه د اقتصادي ودې ژمنه ورکوي، خو د تریاکو په کښت ناڅاپي بندیز ګڼى اقتصادي ستونزې رامنځته کړې دي. د ۲۰۲۳ کال تر پایه پورې د تریاکو کښت ۸۵ سلنه کم شوی، چې په ځینو برخو کې یوه لویه لاسته راوړنه ګڼل کېږي. خو د پخوانیو کښتونو د تریاکو ذخیرې د سوداګرۍ یو نوی بازار رامنځته کړی، چې له امله یې د ترياکو بيه ۱,۱۰۰ ډالرو ته لوړه شوی. هغه کسان چې د تریاکو زیرمې لري، ډېرې ګټې ترلاسه کوي، چې دا اقتصادي نابرابرۍ او ټولنیزو بې ثباتیو ته وده ورکوي. دغه اقتصادي توپیرونه د ثبات لپاره ستر ګواښونه دي، ځکه چې هغه خلک چې پخوا یې د تریاکو کښت کاوه اوس له بدیلو لارو سره د نشتون او مالي ستونزو سره مخ دي.
د تریاکو بندیز اقتصادي ستونزو خلک اړ کړي چې ښاري سیمو ته مهاجر شي، ترڅو کار پیدا کړي. هغه کورنۍ چې د تریاکو په عاید تکیه وه، اوس د بدیلو لارو د نشتوالي له امله د مالي فشار احساس کوي او اړ شوي چې خپلې شتمنۍ وپلوري. د افغانستان د بیا رغونې لپاره ځانګړي تفتيشي اداره (SIGAR) په خپل راپور کې یادونه کړې چې په کلیوالو سیمو کې فقر زیات شوی او ګڼې کورنۍ د تریاکو د عاید له لاسه ورکولو کبله د روغتیایي او نورو ضروري خدماتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د افغانستان او تریاکو تاریخي اړیکه
افغانستان له تریاکو سره اوږده تاریخي اړیکه لري. د سرپرست حکومت اوسنی پلان د ۲۰۰۰.م کال د تریاکو د بندیز په څېر دی، چې په پیل کې بریالی و، خو وروسته یې کلیوالي فقر زیات کړ. دې اقتصادي ستونزو د طالبانو سیاسي ملاتړ کمزوری کړ او بالاخره یې په واک کې د طالبانو د کمزورتیا سبب شو. دا تجربه ښيي چې د تریاکو بندیز یوازې کافي نه دی، بلکې د اوږدمهاله پایدارو اقتصادي بدیلونو اړتیا هم شته، ترڅو ټولنیز ثبات تضمین شي.
ایا افغانستان له تریاکو پرته پرمختګ کولی شي؟
د افغانستان سرپرست حکومت باید د تریاکو پرته اقتصاد د جوړولو لپاره یو ټول شموله او اوږدمهاله ستراتیژي عملي کړي. د بدیلو محصولاتو د پروګرام برياليتوب د منابعو په مناسب ډول ويشنه او کروندګرو ته د اړینو توکو پر وخت رسولو پورې اړه لري. ځینې کروندګر شکایت کوي چې د تخمونو او سرې په ترلاسه کولو کې ځنډ شتون لري، چې دا د تریاکو پر ځای د بدیلو حاصلاتو څخه د عاید ترلاسه کولو پر وړتیا اغېزه کوي. که دا پروګرام په مناسب ډول ملاتړ نشي، کروندګر به د بدیلو محصولاتو لپاره ثابت او باثباته بازار ونه مومي.
د افغانستان اقلیم د زعفران په څېر محصولاتو لپاره ډېر مناسب دی، چې په نړیوالو بازارونو کې د پام وړ قیمت لري. په وروستیو کلونو کې افغان زعفرانو د نړیوالو پیرودونکو پام ځانته اړولی دی او که دا سکتور وده وکړي، افغانستان به وکولی شي چې د زعفرانو په نړیوال بازار کې خپل سهم زيات کړي. سربېره پر دې، د بادام، پسته، انار او انګور په څېر مېوې افغانستان ته دا موقع برابروي چې په نړیوالو بازارونو کې سیالي وکړي.
د پرمختګ لاره: د اقتصادي نوښت د پالیسۍ ملاتړ
که افغانستان غواړي چى له تریاکو څخه باثباته کرنیزو محصولاتو ته انتقال وکړي، د سرپرست حکومت لخوا ټول شموله اقتصادي ملاتړ او نړیواله همکاري اړینه ده. نړیوال ملاتړ کولی شي د زیربناوو په پراختیا، د کرنيزې ټکنالوژۍ په وده، او د افغان کروندګرو په روزنه کې مرسته وکړي ترڅو د محصولاتو کیفیت او کچه لوړه شي.
که څه هم د تریاکو بندیز اقتصادي ستونزې رامنځته کړي، خو د کرنیز نوښت لپاره د سرپرست حکومت ژمنتیا د اوږدمهاله اقتصادي ودې لپاره یوه ښه موقع ده. افغانستان که دغه بدلون په دقیق ډول او دوامداره پانګونې سره وپلټي، کولی شي پر تریاکو له تکیې څخه د یوې باثباته کرنیزې سوداګرۍ پر لور حرکت وکړي، چې په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان سیالۍ ته وده ورکړي.

بېلابېلې څانګې

  • خبرونه
  • اقتصاد
  • سیاست

وروستي مطالب

11 ساعتونه وړاندې

د پام اقتصاد (Attention Economy) څه ده، او پر انسانانو د ډیجیټلي نړۍ ناڅرګنده تاثيرات څه دي؟

09 Aug,25

افغانستان کى د زعفرانو حاصلاتو د زياتوالي لاملونه څه دي او څنګه افغانستان له دى حاصلاتو په ښه توګه ګټه اخيستى شي.

07 Aug,25

د موکیش امباني د بریالیتوب، نوښت او زړورتيا خورا په زړه پورې کیسه

07 Aug,25

منموهن سنګ څوک و او د هغه له کړنو او لاسته راوړنو مونږ افغانان څه زده کړه کولى شو؟
  • + 93 78 733 3444
  • [email protected]

د زابلي سنټر په اړه

زابلي سنټر، چې په افغانستان کې لومړنی اقتصادي څېړنیز مرکز دی، په هېواد کې اقتصادي مسایل او دوامداره پراختیا څیړي. دغه مرکز په خپلو څېړنو سره هڅه کوي چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مناسبې تګلارې او حل لارې وړاندې کړي.

ګټور لېنکونه

  • نظریاتي سرمقالې
  • زابلي په رسنیو کې
  • مطالب
  • کتابتون
  • اړیکه

ګډون کول

زمونږ د خبرپاڼو او نویو مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره ګډون وکړئ!

ګډون وکړئ

مجید زابلی سنټر © د کاپي حق خوندي دی