x

ډېر پلټل شوي

  • Economics
  • Publications
  • Afghanistan
  • Growth
  • Plan

ګډون وکړئ

  • +93 78 733 3444
  • [email protected]
  • پښتو
  • دری
  • English
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • زموږ کیسه
    • لید، ماموریت او ارزښتونه
    • مشورتي بورډ
    • موضوعي برخې
  • خپرونې
    • د پالیسۍ لنډیزونه
    • مقالې
    • مهالنۍ
      • اونیز خبرلیک
      • میاشتني اقتصادي بهیرونه
      • درې میاشتنۍ اقتصادي مجله
      • کلنۍ اقتصادي بیاکتنه
  • تبصره
    • نظریاتي سرمقالې
    • زابلي په رسنیو کې
    • زموږ لیکوالان
  • د پوهې مرکز
    • کتابتون
    • آرشیف
  • د مجید زابلي په اړه
  • پښتو
  • دری
  • English
  • پښتو
  • دری
  • English

اړیکه ونیسئ

  • 00 93 78 733 3444
  • [email protected]

06 Aug

د افغانستان او ازبیکستان سوداګریزې اړیکې؛ د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د صادراتو او وارداتو كچه

لیکوال: کامران نوري

د افغانستان او ازبیکستان سوداګریزې اړیکې؛ د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د صادراتو او وارداتو كچه

ازبیکستان د افغانستان لپاره د سوداګرۍ او ترانسپورت په برخه کې یو له ستراتیژیکو شریکانو څخه دی. د ۲۰۲۴ زېږدیز کال په لومړیو لسو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې د پام وړ پرمختګ ښیي. د ازبیکستان دولتي راپورونه څرګندوي چې په دې موده کې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات ۸۵۵.۹ میلیون ډالرو ته رسېدلي، پداسې حال کې چې له افغانستانه واردات یې ۲۸.۳ میلیون ډالره ارزښت لرلي دي.  


د ازبیکستان د صادراتو شمېرې د افغانستان په بازار کې د دغه هېواد د حاکم رول څرګندوي. د صادراتو ډېرې برخې حبوبات، انرژي (سون توکي)، او صنعتي توکي جوړوي. په ځانګړي ډول، د سون توکو صادرات نه یوازې د افغانستان د انرژۍ اړتیاوې پوره کوي، بلکې د توکو د بیو په ټیټولو کې یې مثبت اغېز کړی.  

د راپورونو له مخې، هره ورځ شاوخوا ۶۵۰ افغان بار وړونکي موټر د ازبیکستان بېلابېلو ښارونو ته تګ راتګ کوي. دا شمېرې د دواړو هېوادونو د ټرانسپورټي اړیکو د ثبات او د سوداګریز ټرانزیټ لپاره د ایجاد شویو اسانتیاوو څرګندونه کوي. دغه پراختیا د وارداتو او صادراتو په وخت او لګښت کې کموالی راوستی دی، چې په ټوله کې د توکو پر قیمتونو مستقیم اغېز لري.  

که څه هم د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې مخ پر ودې دي، خو د لا زیاتې ودې لپاره د زیربناوو ښه‌والي ته اړتیا لیدل کېږي. د سوداګریزو وېزو د اسانتیاوو زیاتول، د ټرانسپورټي خنډونو کمول، او د ټرانزیټي لارې لا ښه کول د سوداګرو لپاره حیاتي ګامونه ګڼل کېږي.  

ازبیکستان نه یوازې د افغانستان د سوداګرۍ لپاره مهم دی، بلکې په پانګونه کې هم رول لوبوي. د افغانستان د کانونو او پټرولیم له وزارت سره د ازبیکستان د یو میلیارد ډالرو تړون، چې د جوزجان ولایت په «طوطي میدان» کې د ګازو د اکتشاف او استخراج لپاره ترسره شوی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله اقتصادي همکارۍ ښکاره بیلګه ده.    

د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې د دواړو هېوادونو لپاره ستراتیژیک ارزښت لري. د ۸۵۵.۹ میلیون ډالرو په ارزښت د صادراتو شمېرې د ازبیکستان د تولیدي سکتور د ځواکمنتیا او د افغانستان د وارداتي اړتیاوو د پراخوالي څرګندونه کوي. په ورته وخت کې، د ټرانسپورټي اړیکو ښه‌والی او د پانګونې نوې هوکړې د دې اړیکو د لا ودې لپاره زمینه برابروي. د دواړو هېوادونو لپاره اړینه ده چې د زیربناوو، سوداګریزو اسانتیاوو، او پالیسۍ په برخه کې ګډې هڅې وکړي ترڅو دا ستراتیژیکې اړیکې لا پسې غښتلې شي.

بېلابېلې څانګې

  • خبرونه
  • اقتصاد
  • سیاست

وروستي مطالب

11 ساعتونه وړاندې

د پام اقتصاد (Attention Economy) څه ده، او پر انسانانو د ډیجیټلي نړۍ ناڅرګنده تاثيرات څه دي؟

09 Aug,25

افغانستان کى د زعفرانو حاصلاتو د زياتوالي لاملونه څه دي او څنګه افغانستان له دى حاصلاتو په ښه توګه ګټه اخيستى شي.

07 Aug,25

د موکیش امباني د بریالیتوب، نوښت او زړورتيا خورا په زړه پورې کیسه

07 Aug,25

منموهن سنګ څوک و او د هغه له کړنو او لاسته راوړنو مونږ افغانان څه زده کړه کولى شو؟
  • + 93 78 733 3444
  • [email protected]

د زابلي سنټر په اړه

زابلي سنټر، چې په افغانستان کې لومړنی اقتصادي څېړنیز مرکز دی، په هېواد کې اقتصادي مسایل او دوامداره پراختیا څیړي. دغه مرکز په خپلو څېړنو سره هڅه کوي چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مناسبې تګلارې او حل لارې وړاندې کړي.

ګټور لېنکونه

  • نظریاتي سرمقالې
  • زابلي په رسنیو کې
  • مطالب
  • کتابتون
  • اړیکه

ګډون کول

زمونږ د خبرپاڼو او نویو مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره ګډون وکړئ!

ګډون وکړئ

مجید زابلی سنټر © د کاپي حق خوندي دی