x

ډېر پلټل شوي

  • Economics
  • Publications
  • Afghanistan
  • Growth
  • Plan

ګډون وکړئ

  • +93 78 733 3444
  • [email protected]
  • پښتو
  • دری
  • English
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • زموږ کیسه
    • لید، ماموریت او ارزښتونه
    • مشورتي بورډ
    • موضوعي برخې
  • خپرونې
    • د پالیسۍ لنډیزونه
    • مقالې
    • مهالنۍ
      • اونیز خبرلیک
      • میاشتني اقتصادي بهیرونه
      • درې میاشتنۍ اقتصادي مجله
      • کلنۍ اقتصادي بیاکتنه
  • تبصره
    • نظریاتي سرمقالې
    • زابلي په رسنیو کې
    • زموږ لیکوالان
  • د پوهې مرکز
    • کتابتون
    • آرشیف
  • د مجید زابلي په اړه
  • پښتو
  • دری
  • English
  • پښتو
  • دری
  • English

اړیکه ونیسئ

  • 00 93 78 733 3444
  • [email protected]

06 Aug

د افغانۍ د ارزښت لوړېدل؛ د اقتصادي ثبات یوه نښه

لیکوال: کامران نوري

د افغانۍ د ارزښت لوړېدل؛ د اقتصادي ثبات یوه نښه
په روان مالي کال کې د افغانۍ ارزښت د نورو اسعارو پر وړاندې د پام وړ لوړوالی ښودلی دی، چې د افغانستان بانک لخوا د پولي سیاستونو د تطبیق پایله ګڼل شوې ده. د تیر کال د لړم میاشتې په پرتله، سږ کال د افغانۍ ارزښت د یو شمېر مهمو نړیوالو اسعارو په وړاندې زیات شوی دی.
د وروستیو شمېرنو له مخې، افغانۍ د ایراني ریال پر وړاندې ۲۶.۱۹ سلنه، د ترکي لېرې پر وړاندې ۱۸.۳۴ سلنه، د یورو پر وړاندې ۵.۰۴ سلنه، د امریکایي ډالر پر وړاندې ۲.۰۵ سلنه، د پاکستانۍ روپۍ پر وړاندې ۲.۰۹ سلنه او د هندۍ روپۍ پر وړاندې ۱.۳۲ سلنه لوړه شوې ده. دغه پرمختګ د افغانستان په مالي او اقتصادي نظام کې د پياوړتیا یوه نښه بلل کېږي.

افغانستان بانک د پولي سیاستونو اغېزمنه پلي کول د افغانۍ د ارزښت د لوړېدو مهم عامل ګڼلي دي. ياد بانک هڅه کړې چې په بازار کې د افغانیو تقاضا او عرضه په منظمه توګه تنظیم کړي، ترڅو د نورو اسعارو په وړاندې د افغانۍ ثبات وساتل شي.

د افغانۍ د ارزښت لوړېدل د کورني اقتصادي ثبات لپاره یو مثبت ګام دی، ځکه چې د ملي پیسو تقویه کول کولی شي وارداتي لګښتونه راکم کړي، کورنۍ بیې ټیکاو ته نږدې کړي او د خلکو پیرود ځواک زیات کړي. د دې ترڅنګ، د افغانۍ د ثبات پایښت نړیوالو پانګوالو او سوداګرو ته د باور فضا برابروي، چې په اوږدمهال کې د اقتصادي ودې لپاره اساسي ارزښت لري.

د افغانۍ د ارزښت لوړېدل د افغانستان د اقتصاد لپاره د مثبتو پایلو یو ګام ګڼل کېږي، خو د دې ثبات ساتنه اوږدمهاله او منظمې تګلارې ته اړتیا لري. افغانستان بانک ته په کار ده چې د پولي سیاستونو په پلي کولو کې خپل تمرکز ته دوام ورکړي او د ملي پیسو د ثبات او اقتصادي ودې لپاره هڅې پراخې کړي.

بېلابېلې څانګې

  • خبرونه
  • اقتصاد
  • سیاست

وروستي مطالب

11 ساعتونه وړاندې

د پام اقتصاد (Attention Economy) څه ده، او پر انسانانو د ډیجیټلي نړۍ ناڅرګنده تاثيرات څه دي؟

09 Aug,25

افغانستان کى د زعفرانو حاصلاتو د زياتوالي لاملونه څه دي او څنګه افغانستان له دى حاصلاتو په ښه توګه ګټه اخيستى شي.

07 Aug,25

د موکیش امباني د بریالیتوب، نوښت او زړورتيا خورا په زړه پورې کیسه

07 Aug,25

منموهن سنګ څوک و او د هغه له کړنو او لاسته راوړنو مونږ افغانان څه زده کړه کولى شو؟
  • + 93 78 733 3444
  • [email protected]

د زابلي سنټر په اړه

زابلي سنټر، چې په افغانستان کې لومړنی اقتصادي څېړنیز مرکز دی، په هېواد کې اقتصادي مسایل او دوامداره پراختیا څیړي. دغه مرکز په خپلو څېړنو سره هڅه کوي چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مناسبې تګلارې او حل لارې وړاندې کړي.

ګټور لېنکونه

  • نظریاتي سرمقالې
  • زابلي په رسنیو کې
  • مطالب
  • کتابتون
  • اړیکه

ګډون کول

زمونږ د خبرپاڼو او نویو مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره ګډون وکړئ!

ګډون وکړئ

مجید زابلی سنټر © د کاپي حق خوندي دی