x

ډېر پلټل شوي

  • Economics
  • Publications
  • Afghanistan
  • Growth
  • Plan

ګډون وکړئ

  • +93 78 733 3444
  • [email protected]
  • پښتو
  • دری
  • English
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • زموږ کیسه
    • لید، ماموریت او ارزښتونه
    • مشورتي بورډ
    • موضوعي برخې
  • خپرونې
    • د پالیسۍ لنډیزونه
    • مقالې
    • مهالنۍ
      • اونیز خبرلیک
      • میاشتني اقتصادي بهیرونه
      • درې میاشتنۍ اقتصادي مجله
      • کلنۍ اقتصادي بیاکتنه
  • تبصره
    • نظریاتي سرمقالې
    • زابلي په رسنیو کې
    • زموږ لیکوالان
  • د پوهې مرکز
    • کتابتون
    • آرشیف
  • د مجید زابلي په اړه
  • پښتو
  • دری
  • English
  • پښتو
  • دری
  • English

اړیکه ونیسئ

  • 00 93 78 733 3444
  • [email protected]

06 Aug

د افغانستان اقتصادي پرمختګ او د نړیوالو بازارونو اهمیت؛ د استانبول حلال نندارتون اقتصادي ارزونه

لیکوال: کامران نوري

د افغانستان اقتصادي پرمختګ او د نړیوالو بازارونو اهمیت؛ د استانبول حلال نندارتون اقتصادي ارزونه
د ترکیې په استانبول کې ترسره شوی د حلال څلور ورځنی نړیوال نندارتون د افغانستان لپاره یو مهم اقتصادي فرصت و، چې د هېواد د صادراتي سکتور لپاره یې بېلابېل امکانات او ننګونې څرګندې کړې. دغه نندارتون چې له ۱۲۰ هېوادونو څخه د سوداګرو او شرکتونو کوربه و، د افغان محصولاتو نړیوالې معرفۍ لپاره یوه عملي تجربه وه.

افغانستان په دې نندارتون کې ۳۰ شرکتونه ګډونوال درلودل چې خپل ځانګړي محصولات لکه غالۍ، وچې مېوې، او قيمتي ډبرې یې نندارې ته وړاندې کړې. د نړیوالو سوداګرو د لېوالتیا لوړتیا او د افغاني محصولاتو د ځانګړي کیفیت ستاینه، د دې څرګندوی ده چې افغانستان د نړیوالو بازارونو په اړه د پام وړ پوتانشیل لري. په ځانګړي ډول د غالیو او وچو مېوو د صادراتو لپاره غوښتنې، د نړیوالو شرکتونو له لوري مطرح شوې چې دا د افغانستان د صادراتي سکتور لپاره مهم فرصت ګڼل کېږي.

افغانستان د صادراتو په پراختیا کې له څو اصلي ننګونو سره مخ دی، چې په نندارتون کې د سوداګرو تجربو په اساس روښانه شوې:
ُ- د پروسس او بسته‌بندۍ ظرفیتونو کمښت: نړیوال بازارونه د لوړ کیفیت او معیاري بسته‌بندۍ غوښتنه لري. د دې اړتیاوو د نه پوره کولو له امله، د افغان محصولاتو د قیمت لوړتیا او د دوی د نړیوالې سیالۍ وړتیا محدودېږي.
- د نړیوالو همکاریو کمښت: د پروسس ټول پړاوونه په بهرنیو هېوادونو کې ترسره کول، د صادراتو په ارزښت کې د افغانستان ونډه راکموي.

د استانبول نندارتون د افغان محصولاتو لپاره نړیواله دروازه پرانیسته. دا ډول پېښې نه یوازې د صادراتو لپاره نوي فرصتونه برابروي، بلکې د نړیوالو سوداګرو لپاره د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه واضح پیغام هم وړاندې کوي. د نندارتون په ترڅ کې د امریکایي او ترک سوداګرو ځانګړې وړاندیزونه، لکه د غالیو لپاره د مستقیمو صادراتو اسانتیاوې، د نړیوالو بازارونو سره د افغانستان د سوداګرۍ د ادغام لپاره مثبت ګامونه ګڼل کېږي.

د استانبول نندارتون د افغانستان د صادراتي سکتور لپاره لاندې سپارښتنې وړاندې کوي:
- د پروسس او تولید ظرفیتونو پراختیا: د کورنیو تولیداتو د پروسس او بسته‌بندۍ معیاري کولو لپاره باید پانګونه وشي.
- د سوداګرو ملاتړ: د صادراتو لپاره د اسانتیاوو برابرول، لکه د ګمرکي سیستم اصلاح او په نړیوالو نندارتونونو کې ګډون، د افغان سوداګرو نړیوالې سیالۍ ته د نږدې کولو لامل ګرځي.
- د اقتصادي ډیپلوماسۍ پیاوړتیا: د نړیوالو بازارونو سره د اوږدمهاله اړیکو جوړولو لپاره، د سوداګرۍ هوکړه‌ لیکونو او ګډو پروژو پر جوړېدو باید کار وشي.
- د پانګونې تشویق: په بهر کې مېشت افغان سوداګر باید تشویق شي چې خپلې پانګې افغانستان ته انتقال کړي، ترڅو کورنۍ اقتصاد پیاوړی شي.

د استانبول حلال نندارتون په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان د صادراتو د ظرفیتونو د ارزونې لپاره یو مهم اقتصادي تمرین و. د صادراتي سکتور د ودې لپاره اړتیا ده چې د نړیوالو سوداګرو د اړتیاوو سره تطابق رامنځته شي، په کور دننه پانګونې ته اسانتیاوې برابرې شي، او د اقتصادي ډیپلوماسۍ له لارې نړیوال بازارونو ته لاسرسی زیات شي.

بېلابېلې څانګې

  • خبرونه
  • اقتصاد
  • سیاست

وروستي مطالب

11 ساعتونه وړاندې

د پام اقتصاد (Attention Economy) څه ده، او پر انسانانو د ډیجیټلي نړۍ ناڅرګنده تاثيرات څه دي؟

09 Aug,25

افغانستان کى د زعفرانو حاصلاتو د زياتوالي لاملونه څه دي او څنګه افغانستان له دى حاصلاتو په ښه توګه ګټه اخيستى شي.

07 Aug,25

د موکیش امباني د بریالیتوب، نوښت او زړورتيا خورا په زړه پورې کیسه

07 Aug,25

منموهن سنګ څوک و او د هغه له کړنو او لاسته راوړنو مونږ افغانان څه زده کړه کولى شو؟
  • + 93 78 733 3444
  • [email protected]

د زابلي سنټر په اړه

زابلي سنټر، چې په افغانستان کې لومړنی اقتصادي څېړنیز مرکز دی، په هېواد کې اقتصادي مسایل او دوامداره پراختیا څیړي. دغه مرکز په خپلو څېړنو سره هڅه کوي چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مناسبې تګلارې او حل لارې وړاندې کړي.

ګټور لېنکونه

  • نظریاتي سرمقالې
  • زابلي په رسنیو کې
  • مطالب
  • کتابتون
  • اړیکه

ګډون کول

زمونږ د خبرپاڼو او نویو مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره ګډون وکړئ!

ګډون وکړئ

مجید زابلی سنټر © د کاپي حق خوندي دی