x

ډېر پلټل شوي

  • Economics
  • Publications
  • Afghanistan
  • Growth
  • Plan

ګډون وکړئ

  • +93 78 733 3444
  • [email protected]
  • پښتو
  • دری
  • English
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • زموږ کیسه
    • لید، ماموریت او ارزښتونه
    • مشورتي بورډ
    • موضوعي برخې
  • خپرونې
    • د پالیسۍ لنډیزونه
    • مقالې
    • مهالنۍ
      • اونیز خبرلیک
      • میاشتني اقتصادي بهیرونه
      • درې میاشتنۍ اقتصادي مجله
      • کلنۍ اقتصادي بیاکتنه
  • تبصره
    • نظریاتي سرمقالې
    • زابلي په رسنیو کې
    • زموږ لیکوالان
  • د پوهې مرکز
    • کتابتون
    • آرشیف
  • د مجید زابلي په اړه
  • پښتو
  • دری
  • English
  • پښتو
  • دری
  • English

اړیکه ونیسئ

  • 00 93 78 733 3444
  • [email protected]

06 Aug

د افغانستان د سيمه ييزو هيوادونو سره سوداګري ٨.٣٦٣ ميليارده ډالرو ته ورسېده.

لیکوال: کامران نوري

د افغانستان د سيمه ييزو هيوادونو سره سوداګري ٨.٣٦٣ ميليارده ډالرو ته ورسېده.
د ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو اتو میاشتو کې افغانستان د سیمې له هېوادونو سره د ۸.۳۶۳ میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګریزې راکړې ورکړې کړې دي، چې له دې منځه د صادراتو ارزښت ۱.۱۷۲ میلیارد ډالر او د وارداتو ارزښت ۷.۱۹۱ میلیارد ډالر دی.

د دغو شمېرو پر بنسټ، افغانستان لا هم په سوداګریزه برخه کې د وارداتو پر محوریت ولاړ اقتصاد لري. د ۷.۱۹۱ میلیارد ډالرو واردات په داسې حال کې ترسره شوي چې یوازې ۱.۱۷۲ میلیارد ډالر صادرات شوي دي، چې د سوداګري خالص توازن کسر په ډاګه کوي. دا وضعیت د افغانستان پر ځان‌بسياینې د هڅو پر وړاندې لویه ننګونه ګڼل کېږي.

د افغانستان د صادراتو اساسي توکي تازه او وچې مېوې، مالوچ، د انجې بوټي، سکاره او نور توکي بلل شوي دي. د دې توکو ډېری صادرات پاکستان، هند، ایران، متحده عربي امارات، ازبیکستان، قزاقستان، چین، ترکیې، عراق او تاجیکستان ته شوي دي.

له بل اړخه د افغانستان د وارداتو عمده برخې نفتي مواد، اوړه، وریجې، د موټرو پرزې، ماشينونه، د کتان ټوکر، اوبلن ګاز او سمنټ دي. دغه واردات د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د هېواد پر بهرنیو توکو د انحصار دوام څرګندوي.
افغانستان په اقتصادي لحاظ د صادراتو او وارداتو تر منځ د توازن رامنځته کولو لپاره اړ دی چې لاندې اقدامات تر نظر لاندې ونیسي:
1. د صادراتو د تنوع هڅونه: د کرنیزو محصولاتو او کانونو په شمول، د نويو تولیداتو لپاره نړیوال بازارونه پیدا کول.
2. سوداګریزو او ټرانزیټي هوکړو پراختیا: له سیمې سره د څو اړخیزو موافقو له لارې د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره نویو اسانتیاوو برابرول.
3. د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا: د کروندګرو ملاتړ او د صنعت او سوداګرۍ سکتور لپاره نوې اسانتیاوې رامنځته کول.
4. د وارداتو د مدیریت پالیسۍ: د هغو توکو لپاره چې د کورني تولید ظرفیت لري، د وارداتو محدودول او پر وارداتي توکو تعرفو لوړول.

افغانستان بایدد منځنۍ اسیا هېوادونو سره د کرنیزو محصولاتو لپاره بازارونه پراخ کړي. همدارنګه، د صادراتو لپاره د سړکونو او د سمندري ټرانزیټي لارو اسانتیاوو پراختیا ته اړتیا لري. د مسکو او قزاقستان بازارونو ته د لاسرسي لپاره میکانیزمونه جوړول باید د سوداګریزې پالیسي په لومړیتوبونو کې راشي.

د افغانستان د سیمه‌ ییزو هېوادونو سره د ۸.۳۶۳ میلیارد ډالرو سوداګریز ارزښت د دې هېواد لپاره یو مهم پرمختګ دی. خو د وارداتو لوړه کچه او د سوداګریز توازن کسر په ډاګه کوي چې د صادراتو د زیاتېدو او د کورني تولید د پیاوړتیا لپاره د سوداګریزې پالیسۍ بدلون او د اړوندو سکتورونو پراختیا اړینه ده.

بېلابېلې څانګې

  • خبرونه
  • اقتصاد
  • سیاست

وروستي مطالب

2 ساعتونه وړاندې

د پام اقتصاد (Attention Economy) څه ده، او پر انسانانو د ډیجیټلي نړۍ ناڅرګنده تاثيرات څه دي؟

09 Aug,25

افغانستان کى د زعفرانو حاصلاتو د زياتوالي لاملونه څه دي او څنګه افغانستان له دى حاصلاتو په ښه توګه ګټه اخيستى شي.

07 Aug,25

د موکیش امباني د بریالیتوب، نوښت او زړورتيا خورا په زړه پورې کیسه

07 Aug,25

منموهن سنګ څوک و او د هغه له کړنو او لاسته راوړنو مونږ افغانان څه زده کړه کولى شو؟
  • + 93 78 733 3444
  • [email protected]

د زابلي سنټر په اړه

زابلي سنټر، چې په افغانستان کې لومړنی اقتصادي څېړنیز مرکز دی، په هېواد کې اقتصادي مسایل او دوامداره پراختیا څیړي. دغه مرکز په خپلو څېړنو سره هڅه کوي چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مناسبې تګلارې او حل لارې وړاندې کړي.

ګټور لېنکونه

  • نظریاتي سرمقالې
  • زابلي په رسنیو کې
  • مطالب
  • کتابتون
  • اړیکه

ګډون کول

زمونږ د خبرپاڼو او نویو مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره ګډون وکړئ!

ګډون وکړئ

مجید زابلی سنټر © د کاپي حق خوندي دی