x

ډېر پلټل شوي

  • Economics
  • Publications
  • Afghanistan
  • Growth
  • Plan

ګډون وکړئ

  • +93 78 733 3444
  • [email protected]
  • پښتو
  • دری
  • English
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • زموږ کیسه
    • لید، ماموریت او ارزښتونه
    • مشورتي بورډ
    • موضوعي برخې
  • خپرونې
    • د پالیسۍ لنډیزونه
    • مقالې
    • مهالنۍ
      • اونیز خبرلیک
      • میاشتني اقتصادي بهیرونه
      • درې میاشتنۍ اقتصادي مجله
      • کلنۍ اقتصادي بیاکتنه
  • تبصره
    • نظریاتي سرمقالې
    • زابلي په رسنیو کې
    • زموږ لیکوالان
  • د پوهې مرکز
    • کتابتون
    • آرشیف
  • د مجید زابلي په اړه
  • پښتو
  • دری
  • English
  • پښتو
  • دری
  • English

اړیکه ونیسئ

  • 00 93 78 733 3444
  • [email protected]

07 Aug

د افغانستان اقتصادي فرصتونه او ننګونې؛ د پاکې انرژۍ او کانونو په سکټور کې پانګونه او د پاليسيو اړتیا

لیکوال: کامران نوري

د افغانستان اقتصادي فرصتونه او ننګونې؛ د پاکې انرژۍ او کانونو په سکټور کې پانګونه او د پاليسيو اړتیا
افغانستان د انرژۍ او کانونو د بډایه سرچینو درلودونکي هېواد په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو پانګوالو پام ځانته اړولی دی. د دې هېواد طبیعي سرچینې، چې په لمریزې، بادي، او اوبېزې انرژۍ کې د پام وړ ظرفیتونه لري، د سیمې لپاره ستر اقتصادي امکانات وړاندې کوي. له بلې خوا، د افغانستان د کانونو سکتور، چې د مسو، لیتیم، انتي موني او سرو زرو په شمول د قیمتي زېرمو ډک دی، د اقتصادي ودې لپاره ستر امکانات برابروي. دا ټول په داسې حال کې دي چې هېواد لا هم د انرژۍ او اقتصادي ځان بسیاینې لپاره له سترو ننګونو سره مخ دی.

افغانستان اوس مهال یوازې ۲۰ سلنه برېښنا له کورنیو سرچینو تولیدوي، په داسې حال کې چې ۸۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو لکه ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردوي. دا واردات، سره له دې چې د لنډمهاله اړتیاوو لپاره مهم دي، بلکې په اوږدمهال کې د کورنیو تولیداتو د ودې مخه نیسي او د اقتصادي خپلواکۍ لپاره ستونزې جوړوي.
د لمریزې، بادي، او اوبېزې انرژۍ لپاره د موجودو سرچینو مدیریت کولای شي د کورني تولید اړتیاوې پوره کړي او اضافي انرژي د صادراتو لپاره چمتو کړي. د ملي کچې پانګونې پلانونه، په ځانګړې توګه د پنځه کلنې طرحې له لارې، د دې سکتور پرمختګ ته وده ورکولی شي. د دې تر څنګ، د انرژۍ تولید په سکتور کې د شفافو قراردادونو، نوو ټکنالوژیو معرفي، او د سیمه‌ییزو پانګوالو هڅونې ته اړتیا ده.

افغانستان د کانونو په برخه کې د نړیوالو پانګوالو د پام وړ ګرځېدلی دی. په دې سکتور کې په ځانګړې توګه د سرو زرو، لیتیم، او انتي موني په برخه کې پانګونې د پام وړ امکانات وړاندې کوي. د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ د سرو زرو کان، چې د یوه چینایي شرکت سره په قرارداد ورکړل شوی، په دې برخه کې د خصوصي او بهرنۍ پانګونې د بریالۍ بیلګې په توګه یادېږي. په دې کان کې شاوخوا ۳۵۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې، او د برمه‌کارۍ چارې په چټکۍ روانې دي.
د کانونو پراختیا لپاره د نړیوالو لابراتوارونو جوړولو طرحې، لکه د عمان د سوداګریز پلاوي دلچسپۍ، په افغانستان کې د سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ د ودې لپاره مثبتې پایلې لرلی شي. د دې ترڅنګ، د سرو زرو د پروسس لپاره د داخلي تولیداتو ملاتړ او د نوو کارخونو جوړول کولای شي د هېواد عواید زیات کړي او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

خصوصي پانګونه د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره بنسټیز اهمیت لري. که څه هم د ۲۰۲۰ کال پورې په دې برخه کې د نړیوال بانک په مرسته د پانګونې چاپیریال د ښه والي لپاره هڅې شوي وې، خو د وروستیو کلونو سیاسي او اقتصادي بدلونونو د خصوصي او بهرني پانګونې پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي دي. د بانکي سیسټم ستونزې او نړیوال بندیزونه د دې لامل شوي چې بهرني شرکتونه د افغانستان په بازار کې پانګونه ونکړي. په داسې حال کې چې د خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره د سوداګرو هڅول او د داخلي پانګونې چاپیریال ښه کول ډېر اړین دي.

1. د انرژۍ سکتور پراختیا: د لمریزې، بادي، او اوبېزې انرژۍ په برخو کې د پانګونې لپاره د شفافو او اسانه قوانینو ترتیب.
2. د کانونو مدیریت: د کانونو د عوایدو اغېزناک مدیریت او د شفافو قراردادونو ډاډ ترلاسه کول.
3. د سیمه‌ییزې همکارۍ پراختیا: د قزاقستان او عمان په څېر هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پراختیا او ګډې پانګونې.
4. د خصوصي سکتور ملاتړ: د خصوصي پانګوالو هڅونه او د کورني تولید لپاره د اسانتیاوو برابرول.
5. د اقتصادي ځان بسیاینې پلان: د انرژۍ او کانونو سکتور لپاره د اوږدمهاله ستراتیژۍ جوړول.

افغانستان د انرژۍ او کانونو په سکتور کې د ستر اقتصادي امکاناتو درلودونکی هېواد دی. که په دې برخو کې د پانګونې لپاره مناسب سیاستونه ترتیب شي او د سرچینو مدیریت په اغېزناک ډول ترسره شي، هېواد کولای شي د اقتصادي ځان بسیاینې او سیمه‌ ییزې همکارۍ هدفونه ترلاسه کړي. د انرژۍ تولید او کانونو پراختیا یوازې د ملي اړتیاوو د پوره کولو لپاره نه، بلکې د نړیوالو بازارونو سره د اړیکو لپاره هم مهم ګام دی.

بېلابېلې څانګې

  • خبرونه
  • اقتصاد
  • سیاست

وروستي مطالب

09 Aug,25

افغانستان کى د زعفرانو حاصلاتو د زياتوالي لاملونه څه دي او څنګه افغانستان له دى حاصلاتو په ښه توګه ګټه اخيستى شي.

07 Aug,25

د موکیش امباني د بریالیتوب، نوښت او زړورتيا خورا په زړه پورې کیسه

07 Aug,25

منموهن سنګ څوک و او د هغه له کړنو او لاسته راوړنو مونږ افغانان څه زده کړه کولى شو؟

07 Aug,25

د افغانستان اقتصادي فرصتونه او ننګونې؛ د پاکې انرژۍ او کانونو په سکټور کې پانګونه او د پاليسيو اړتیا
  • + 93 78 733 3444
  • [email protected]

د زابلي سنټر په اړه

زابلي سنټر، چې په افغانستان کې لومړنی اقتصادي څېړنیز مرکز دی، په هېواد کې اقتصادي مسایل او دوامداره پراختیا څیړي. دغه مرکز په خپلو څېړنو سره هڅه کوي چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مناسبې تګلارې او حل لارې وړاندې کړي.

ګټور لېنکونه

  • نظریاتي سرمقالې
  • زابلي په رسنیو کې
  • مطالب
  • کتابتون
  • اړیکه

ګډون کول

زمونږ د خبرپاڼو او نویو مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره ګډون وکړئ!

ګډون وکړئ

مجید زابلی سنټر © د کاپي حق خوندي دی